1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریې کې سختې نښتې روانې دي

۱۳۹۱ مرداد ۴, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15eOm

په سوریې کې د بشار الاسد پورې تړلو ځواکونو او پاڅون کوونکو تر منځ د نوو نښتو خبر ورکړل شوی دئ. د پاڅون کوونکو په حواله حکومت د ۲۰۰۰ په شاوخوا کې سرتيري د «الیپو» ښار ته د استولو له پاره چمتو کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومتي ځواکونو ښایي د دمشق ښار تر سختو بریدونو لاندې نیولی وي. ویل کیږي چې د دمشق اوسیدونکې د خپل امنیت په اړه اندیښنه لري او له همدې کبله ډیرې کورنۍ د «التال» په نامه سیمې څخه وتلو ته اړ سوي دي.

د سوریې د اپوزیسیون په حواله د حما ښار ته نزدې پر یوه مسجد باندې د یوه برید له امله «حکومتي سرتیرو» تر دیرشو تنو پورې انسانان وژلي دي. دغه خبر لا تر اوسه پورې کومې خپلواکې سرچینې نه دئ تأیید کړی.