1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سونو افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته ستانه سوي

آژانسونه/ ق.ن۱۳۹۵ تیر ۱۱, جمعه

د ۲۰۱۶م کال له پیل راهيسي په یونان کي د کډوالو له پاره نړیوال سازمان(IOM) په چوکاټ کي ۳۲۴۵ تنو مهاجرو خپلو هيوادونو ته د بیرته تگ په خاطر ځانونه ثبت کړي او یا تللي دي. د هغوی اکثریت افغانان دي.

https://p.dw.com/p/1JHRH
انځور: DW

دغه خبره د نوموړي سازمان یوې ویاندې «کریستینا نیکولا او» نن د جمعې ورځ(۲۰۱۶ م کال د جولای اوله نیټه) په آتن کي کړې ده. د هغې په خبره «دا هغه کسان دي چي په یونان کي یې پناه نه ده منل سوې.»

دغه مهاجر چي د مراکش، پاکستان، افغانستان، بنگله دیش، شمالي افریقا او نورو اسیايي هیوادونو دي اکثریت یې وختي لا ستانه سوي دي.

د کډوالو نړيوال سازمان مهاجرو ته د امنیتي چارواکو په ملاتړ د بيرته ډاډمن تگ زمینه برابروي. پر دې سربیره له هغوی سره یو لږ انداز ه مالي مرسته هم کوي.

مخکې تردې چي هغوی الوتکي ته د بیرته تگ په خاطر پورته سي،۵۰۰ یورو ورکول کيږي، څو په خپل ټاټوبي کي ورسره د نوي پیل له پاره لمړنی مرسته سوې وي.

له بلي خوا بیا د یونان ساحلي ساتونکو د المان خبري آژانس ته ویلي دي چي په لسونو مهاجرو په تیرو اوونیو کي هڅه وکړه، چي له یونان څخه پخپل مسئولیت بیرته ترکیې ته ولاړ سي.

ویل کیږي چي قاچاقبرانو هغوی ته وعده ورکړې وه چي د یوه مدیترانه اي هیواد له لاري به یې مرکزي اروپا ته رسوي.