1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوونو مهاجر په مديترانه سمندر کي ورک دي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ مرداد ۱۴, چهارشنبه

د ايټاليا ساحلي ساتونکي اټکل کوي چي په يوه کښتۍ کي چي په مديترانه کي ډوبه سوې ده په سوونو مهاجر وژل سوي وي. دغي کښتۍ د ليبيا له ساحله د اروپا پر لور حرکت کړی وو. دوی ويلي دي چي تراوسه ئې يوازي ۱۰۰ کسان ژغورلي دي.

https://p.dw.com/p/1GAPy
انځور: MSF/Juan Carlos Tomasi


د ايټاليا ساحلي ساتونکو ويلي دي چي د چهارشنبې ورځي په سهار ئې له يوې کښتې څخه د مرستي زگنال واورېد. دوی ويلي دي، کله چي د پيښي ځای ته ورسېدل، يوه کښتۍ ئې وليده چي د ډوبېدو په حال کي وه او مسافرو ئې د ځانونو د ژغورلو تلاښ کاوه.

د ايټاليا د «ANSA» خبري آژانس او «Times of Malta» ورځپاڼي د راپور له مخي اوس د ډوبي سوي کښتۍ سيمي ته د سمندري ځواکونو کښتۍ هم رسېدلي دي. ويل کيږي چي د بې سرحده ډاکټرانو سازمان يوه کښتۍ هم د پيښي ځای ته رسېدلې ده.

د خبري تلويزيوني شبکې «SkyNews24 TV» د يوه راپور له مخي په ډوبه سوې کښتۍ کي نزدې ۷۰۰ مهاجر سپاره ول.

ويل کيږي چي کښتۍ د څووارا په شمال د اوبو په ۲۲مايله واټن کي ډوبه سوې ده.

د ايټاليا ساحلي ساتونکو ويلي دي چي تر اوسه پوري ئې د دغي کښتۍ نزدې ۱۰۰ کسان ژغورلي دي. او لټون دوام لري.

تيره ورځ د کډوالو نړيوال سازمان يو داسي راپور خپور کړ چي پکښې راغلي ول، يوازي د ۲۰۱۵م کال له پيل راهيسي په مديترانه کي تر ۲۰۰۰ زيات کډوال وژل سوي دي.

په مديترانه سمندر کي د مهاجرو د کښتيو نزدې ټولي پيښي له ليبيا څخه د ايټاليا سيسلي ټاپو ته پر لار رامنځ ته سوي دي.

دغه کډوال د انساني قاچاقبرانو له خوا په کوچنيو کښتيو کي اروپا ته د ځان رسولو په خاطر د سمندر وژونکو څپو ته په غېږ ورکول کيږي او اکثره وخت ئې ډېر لږ کسان هدف ته رسيږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب