1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوچي کي د کارګرو معاشونه ورکړل شوي نه دي

مسعود جهش/ فلورين باور۱۳۹۲ بهمن ۱۰, پنجشنبه

په سوچي کې د ژمي المپیک رارواني سيالۍ به د دې لوبو په تاریخ کې تر ټولو ډیري مصرف لرونکې سيالۍ وي. دا په داسې حال کې ده چې د سوچي د ژمي المپیک سيالۍ د ډیرو ودانیو جوړوونکو تر اوسه لا خپل معاشونه تر لاسه کړي نه دي.

https://p.dw.com/p/1Azd1
انځور: picture-alliance/dpa

په سوچي کې د ژمي المپیک لوبو له پاره تیاری خپلو وروستیو مراحلو ته رسیدلی دی. دغه سيالۍ به د روان کال د فبرورۍ میاشتې له اوومې نېټې څخه تر ۲۳مې نېټي پوري دوام وکړي. په سوچې کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت ودانۍ جوړي شوي دي. د تور سمندرګي په دې ساحلي ښار کې له پولادو او ښيښو جوړي شوي ودانۍ د هر سړي پام ځان ته وراړوي.

خو د دغو ودانیو جوړوونکي په دې ښار کې نه لیدل کیږي ځکه ډیر شمیر یې په مرکزي اسیا کې خپلو کورونو ته تللي دي. که څه هم دغو ګارګرو د څو میاشتو له پاره د ژمي المپیک لوبو له پاره د ودانیو په جوړولو او نورو برخو کې کار کړی دی، خو بیا هم ډیرو یې تر اوسه پوري خپل معاشونه ترلاسه کړي نه دي.

له خبرو کولو ویره

د سوچي ښار په یوه غریب میشته سیمي که د بشري حقونو اداره میموریل، یو دفتر لري. د هغې مرکزي دفتر په مسکو کې دی. د ۲۰۱۲ کال له جولای میاشتې راهیسې د دفتر کارکوونکو سېمين جان سیمینوف، له نزدې۱۵۰۰ کارکوونکو سره د بیلابیلو ستونزو د حلولو په برخه کې مرسته کړې ده. هیڅوک د دغو کارګرو له ستونزو سره د هغه په اندازه اشنایي نه لري.

هغه وایي: «د المپیک لوبو له پاره د میدانونو او ودانیو جوړونکو کارګرو۹۰ سلنه یا خو تر اوسه پوري خپل هیڅ معاش ترلاسه کړی نه دي او یا خو یې د معاش یوه برخه پاته ده.» هغه زیاتوي: «د هغوی د کار په پایله کې د المپیک لوبي ترسره کیدای شي خو اوس هم د هغوی معاش نه ورکړل شوی نه دی. هغوی ته د کار رسمي ورقي [تړونونه] نه ول ورکړل شوی او په پای کې د دغو کارګرو ډیر شمیر په زور له دې ځایه ایستل شوي ول.»

تر اوسه پوري هیچا د دغو کارګرو له برخلیک سره لیوالتیا ښوولې نه ده. د دې کار یو لوی عامل دا دی چې د دغو کارګرو یوه ډیره برخه د مرکزي اسیا له هیوادونو څخه سوچي ته ورغلې ول او وختي له دې ښاره بیرته خپلو هیوادونو ته تللي دي. د هغو کارګرو شمیر چې د مرکزي اسیا له هیوادونو څخه سوچي ته ورغلي ۱۰۰۰۰ ته رسیږي.

سوچي ته ډیر شمیر کارګر له تاجیکستانه راغلي ول. د افغانستان او چین دغه ګاونډۍ هیواد له ډیرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی. په دې هیواد کې د یوه کارګر منځنی میاشتنی معاش تر۲۰۰ یورو لږ دی. د نړیوال بانک په اساس د تاجیکستان نیمايي اوسیدونکي خپل ورځني مصرفونه په بهر کې د کار کولو له لاري تر لاسه کوي. د پلازمینې دوشنبې په ختیځ کې په یوه بازار کې ډیر کسان وایي چې دوی په سوچي کې کار کړی دی خو د هغه په بدل کې یې معاش ترلاسه کړی نه دی. په لومړي سر کې هیچا نه غوښتل چې په دې اړه خبري وکړي.

«د غلامۍ پرمختللی سیستم»

د تاجيکستان د پلازمېني دوشنبې په ۱۵۰ کيلومترۍ کي بالاخره یو کارګر دې ته چمتو شو چې په سوچي کې د خپل کار په اړه خبري وکړي. ګولیپ یونسوف ۶۲ کلن دی. هغه د څو میاشتو له پاره په سوچي کې د ۲۳ نورو کارګرو د باشي په توګه کار کړی دی. هغه ته ویل شوي ول چې ده او کارګرو ته به یې ۴۵۵۰۰۰ روبله چې ۱۰۰۰۰ یورو کیږي ورکړل شي. خو یونسوف ادعا کوي چې تر اوسه پوري یې دغه پیسې ترلاسه کړي نه دي. هغه دغه وضعیت د اوسني وخت غلامي بولي: «موږ هیڅ ورځ هم رخصتي نه لرله. ټولو په یوه ۱۸ متره خونه کې ژوند کاوه. که څوک ناروغه کیده نو خپله یې باید خپل غم خوړلی وای. دا استثمار وو.»

ډیرو هغو کسانو چې آلماني خبریالانو ورسره په سوچي کې خبري کړي دي ويلي دي چې هیڅ کله یې خپلې پیسې ترلاسه کړي نه دي او دا چې تر څو میاشتو کار وروسته له روسیې څخه دیپورت یا ایستل شوي ول. هغوی وایي چې له روسیې څخه د هغوی د ایستلو یو عامل دا هم وو چې گومارونکو یې ورته لازم قانوني اسناد نه ول ورکړي.

د یونسوف ملگري صابر هم په سوچي کې کار کړی دی. هغه وایي: «هغوی له موږ څخه د زندانیانو په شان کار اخیست. هغوی زموږ ۳۵۰۰۰۰ روبله چې تر۷۰۰۰ یورو ډیري کیږي پوروړي دي. ما او ورور مې له بانکه پور واخیست چې سوچي ته د پرواز تکټ رانيسو. خو دې کار هیڅ گټه و نه کړه. اوس موږ د خپل معاش پر ځای د بانک پوروړي یو.»
«یو سیستم ته ورته وضعیت»

له میموریل سازمان څخه سیمين جان سیمینوف وایي: «دا یو سیستم ته ورته وضعیت دی. لومړی گارگرو ته معاشونه نه ورکول کیږي او بیا هغوی همداسي له هیواده ایستل کیږي.»

روسي کارگر هم د دې وضعیت تر اغېزې لاندې راغلي دي. ډیر شمیر روسي کارکوونکي هم وایي چې معاشونه ورکړل شوي نه دي. په سوچي کي د المپيک لوبو نتظیموونکي سازمان د آلمان له ARD راديو تلويزيون سره له مرکه کولو څخه ډډه کړې ده. د المپيک د نړیوالې کمېټې مشر توماس بخ، هم ډیر مصروف وو. د المپیک نړیوالي کمېټې هم د ایمل له لاري ویلي دي چې د سوچي د کارگرو شپږ میلیونه معاشونه اوس ورکول کیږي. خو دا اوس چا ته ورکول کيږي؟ ځکه ډیر شمیر کارگر په سوچي کې په رسمي ډول نه وو ثبت شوي او له بلې خوا هغوی ټول اوس په مرکزي اسیا کې په خپلو هیوادونو کې ناست دي.