1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوډان کي تاريخي ټاکني

۱۳۸۹ فروردین ۲۲, یکشنبه

که څه هم چي دغه ټاکني د يو شمېر سياسي ډلو او مخورو سياستوالو له خوا تحريم سوي، خو بيا هم هلته داسي کستان سته چي وايي دغه ټاکني به بيا هم ددغه بحران ځپلي هيواد لپاره يوه بريا وي...

https://p.dw.com/p/MtBO
د سوډان جمهورريس عمر البشير د رايه ورکولو پر مهال
د سوډان جمهورريس عمر البشير د رايه ورکولو پر مهالانځور: AP

يواځي ددغه ټاکنو دپاره به درايو د اتو څخه تر دولسو پاڼو پوري اړتيا وي. په دغه ټاکنو کي به د 70 څخه زيات ګوندونه ونډه واخلي او د ټاکنو حوضو ته درسيدلو دپاره خلک څو کيلومتره مزل کوي.

ټاکني ديک شنبې په ورځ چي اپريل دمياشتي 11 نيټه کيږي پيل سوې او دري ورځي به دوام وکړي. په سوډان کي د ټاکنو دپاره شرايط ډير پيچلي دي. نه يواځي يو نوي پارلمان او يو ولسمشر به ټاکل کيږي، بلکي سيمه ايزي جرګي او واليان هم بايد وټاکل سي.

په جنوبي سوډان کي به بياهم يو ځانګړی پارلمان او يو ځانګړی ولسمشر ټاکل کيږي. د 24 کالو نه راپديخوا په سوډان کي هيڅ ډول ټاکني ندي سوي. ځکه چي ددغه هيواد په جنوب کي د څولسيزو را پد يخوا خونړۍ کورنۍ جګړې رواني وې.

خو دسولي په کوم تړون ليک کي، چي په 2005 ميلادي کال کي لاسليک سوی، په هغه کي هم د ټاکنو څخه خبري سوي او هم له دې څخه چي په دغه هيواد کي دي ځواک په عادلانه توګه وويشل سي. دا خو يو ښه تصور دی خو خبره داده چي ددغه ټاکنو په نتيجه کي کيدای سي نوي لانجې هم رامنځ ته سي.

د رايو ورکولو مرکز
د رايو ورکولو مرکزانځور: AP

دسوډان دکليسايي جرګې لوي منشي وايي، چي دغه ټاکني به تاريخي ټاکني وي. د څو مياشتو څخه را پديخوا په سوډان کي ددغه ټاکنو په هکله خبري او تبصري رواني دي. دسودان دکليسايي جرګې له خوا به د ټاکنوحوضو ته کتونکي واستول سي.

دسودان په ډيرو سيموکي ددغه ټاکنو په هکله ډيري خبري سوي او خلکو ته ددغه ټاکنو د اهدافو په هکله ډير شيان ويل سوي دي. پدې هکله دکليساو لوی منشي رمضان چان لول وايي:

«دغه ټاکني به دډيرو هغه خلکو دپاره چي په عمر کي يې ټاکني نه دي ليدلي يوه د حيرانتيا پېښه وي په تيره بيا دوي به دې حيران وي، چي ټاکني په څه ډول سره سرته رسيږي او د ټاکنو څخه وروسته به څه کيږي. که څه هم، ښايي په دغه ټاکنوکي د ډيموکراسۍ په هکله ډيري نيمګړتياوي وي،خو بياهم دغه ټاکني به وګړو ته دا وښه يي چي د پرنسيپ له مخه ډيموکراټي ټاکني په څه ډول سره سرته رسيږي.»

رمضان وايي، چي دسوډان ډير شمېر وګړو پخپل ژوند کي تر اوسه ټاکني ندي ليدلي اوس چي په دغه هيواد کي سوله راغلې، د ټاکنو دپاره هم امکانات را منځ ته سوي دي. خو سره له دي په دغه ټاکنو کي به بياهم دسوډان ټول وګړي ونسي کړای، چي خپله رايه ورکړي. په تيره بيا د دارفور په ولايت کي به ډير خلک له دغه حق څخه بې برخه پاته سي. ځکه چي لاتر اوسه هم په دغه ولايت کي بيلا بيلي پاڅيدونکي ډلي د سوډان د پوځ او د جنجويد د ملېشو پر ضد جنګيږي.

د ولسمشرۍ لپاره کانديد سلواکي د رايه ورکولو وروسته په يوه رستوران کي د دمه کولو پر مهال
د ولسمشرۍ لپاره کانديد سلواکي د رايه ورکولو وروسته په يوه رستوران کي د دمه کولو پر مهالانځور: AP

له بله پلوه څنګه چي دبشر دحقونو پلوي سازمانونه وايي په دار فور کي ډير شمېر وګړي اصلاً راجستر سوي نه دي. ځکه چي حکومت وايي دوی بې له هغه مخالفينو ته رايي ورکوي.

د جنوبي سوډان څخه به هم ډير شمېر وګړي ونسي کړای په دغه ټاکنو کي ونډه واخلي.څکه هلته لا تراوسه هم بيلابيلي ډلۍ بخپل منځ کي سره جګړې لري. پر دې ستونزو سره بيره په سوډان کي دننه او بهر ډير شمېر کتونکي وايي، چي دسوډان حکومت همدا اوس په دې لټه کي دی چي په دغه ټاکنو کي درغلۍ وکړي.

سترو ګوندونو او سياسي ډلو مخکي دمخه دغه ټاکني تحريم کړي . داچي ولي؟ په دې هکله دفريد ريښ ايبرت شتيفتونګ په نامه آلماني مرستندويه ټولنه وايي :

«په سوډان کي ځيني قوانين دي، چي دسمو ټاکنو مخه نيسي بايد دغه قوانين له منځ ولاړ سي خو تر اوسه لا همدغه قوانين نافذ دي. مثلاً ځيني امنيتي مقررات دي يا د مطبوعاتو د قانون په برخه کي ځيني مواد دي چي بايد مخکي دټاکنو څخه له منځ ولاړ سي.

نړيوال سازمانونه هم د خرطوم پر حکومت باندي داسي تورونه لګوي، چي دوی غواړي دغه ټاکني په اصطلا انحصار کړي.

Pelz, Daniel/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل