1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سویلي سوډان کې په زرگونه نوي ماشوم سرتیري

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۷, شنبه

په سویلي سوډان کې د زورزیاتیو د دوام له امله ماشومان اغیزمن کیږي. په سلگونه زره ماشومان د تیښتې په حال کې دي. د UNICEF په حواله لږ تر لږه۱۶۰۰۰ تنکي ځوانان د وسله والو ډلو له خوا په زوره دوه کلن عسکري خدمت ته نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/1HDxG
انځور: picture-alliance/dpa/AA/S. Bol

د ماشومانو له پاره د مرستې نړیوال صندوق (UNICEF) د اټکلونو له مخې په سویلي سوډان کې د وسله والې شخړې د پيل یعنې تیرو دوو کلونو راهیسې د مختلفو شخړیزو گوندونو له خوا په زوره ماشومان عسکري خدمت ته گمارل شوي دي. د یونیسف د معلوماتو له مخې وسله والې ډلې په لومړي قدم کې هڅه کوي چې د دې موخې له پاره تنکي ځوانان انتخاب کړي، خو له نجونو څخه هم د سرتیري په توگه استفاده کوي.

د دغه سازمان په خبره د «ماشوم سرتیري» اصطلاح د خلکو په ذهنونو کې غلط تصور رامنځته کوي. له دغو ماشومانو څخه تل د جگړې په ډگر کې د جنگیالي په توگه کار نه اخیستل کیږي، بلکې ځنې وختونه د وسلو او تجهیز د انتقال له پاره د باروړونکي په توگه، همدارنگه د جگړې سیمې ته د خبر استولو له پاره هم له دغو ماشومانو څخه کار اخیستل کیږي چې د جگړې په سیمه کې دا یو ډیر خطرناک عمل دی.

د ماشومانو وضعیت د اندیښنې وړ دی

په جنیف کې د UNICEF سازمان ویاند بویلييراک، وایې چې د اگست په میاشت کې په شخړه کې د ښکیلو ډلو تر منځ د سولې تړون د لاسلیک کیدو سربیره د « د وضعیت ښه کیدو هیڅ نښه نه لیدل کیږي». د هغه په خبره نږدې په ټول هیواد کې په اصطلاح «خونړۍ زورزیاتي» دوام لري. همدارنگه د ټول هیواد په کچه ماشومان وژل کیږي، تښتول کیږي او په جنسي توگه زورول کیږي. د جگړې په سیمو کې د ماشومانو وضعیت په ځانگړي توگه د اندیښنې وړ دی.

په دغه نوي افریقایې هیواد کې چې په ۲۰۱۱ کال کې پر یو مستقل هیواد بدل شو، د ۲۰۱۳ کال په دسمبر میاشت کې د ولسمشر سلوا کېېر او د هغه د پخواني مرستیال ریک مشار، تر منځ د قدرت پر سر جگړې زور واخیست. په دې وخت کې نورې قومي ډلې هم د خپل نفوذ زیاتولو په هڅه کې شول.

د تیلو د غنې زیرمو درلودونکي په دغه سویلي افریقایې هیواد کې فقر حاکم او د جگړو د پيل راهیسې تر اوس پورې د ۱۵۰۰ ماشومانو په گډون، لس زره انسانان وژل شوې دي. نږدې ۱،۵ میلیونه انسانان په تیښته کي دي او ۷۰۰ زره انسانانو گاونډیو هیوادونو ته له مهاجرت سره خپل ژوند ژغورلی دی.د قحطۍ لمن په پراخېدو ده

د یونیسف په حواله یوازی ۹۰۰۰۰۰ ماشومان د دغه هیواد په داخل کې بې ځایه شوي دي چې اکثره یې له پنځو کلونو څخه د کم عمر درلودونکي ماشومان دي. تر ۴۰۰۰۰۰ ډیر ماشومان ښوونځي ته د ورتگ چانس نه لري.

یوازې زورزیاتی نه دي چې د سویلي سودان خلک له خپل هیواد څخه تیښتې ته اړ کړي دي، بلکې په دغه هیواد کې د جگړې له امله د قحطۍ لمن هم مخ پر پراخیدو ده. د نړیوال غذایې پروگرام (WFP) په حواله د سویلي سوډان د ۱۱ میلیونه وگړو څخه څلور میلیونه یې په دې نه پوهیږي چې بل ځل به بیا کله ډوډۍ وخوري او یا به یې له کومه ترلاسه کوي.

ماشوم سرتیري یوازې په افریقا کې نه، بلکې ملگري ملتونه هر کال د داسې وسله والو ډلو په هکله رپوټ خپروي چې په خپلو لیکو کې کم عمره (هغه ماشومان چې خپل قانوني سن ته نه وي رسیدلي) لري.

Afrika Bildergalerie Kindersoldaten im Süd-Sudan
انځور: DW/A. Stahl

په سوریې او عراق کې د «اسلامي دولت» ډله په هدفمند ډول له ماشومانو او ځوانانو څخه د عسکري خدمت له پاره استفاده کوي. په نایجیریا کې د بوکو حرام ډله ماشومان په زوره دې ته اړباسي چې ځانمرگي بریدونه ترسره کړي. همدارنگه په افغانستان کې، په کولمبیا او فلیپين کې له نجونو او هلکانو څخه د ماشوم سرتیرو په توگه ناوړه استفاده کیږي. اټکل کیږي چې په ټوله نړۍ کې له ۲۵۰ زره ماشومانو څخه د عسکر خدمت په توگه استفاده کیږي.