1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سویل کې دوه نور قومي مشران وژل شوي دي

ابراهیم سپیڅلی۱۳۹۱ آبان ۲۷, شنبه

تیره شپه د زابل ولایت د کوچیانو د ریاست مسئول آدم خان ناصر د نامعلومه وسله والو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې په سویلي ولایتونو کې د قومي مشرانو د وژلو لړۍ ادامه لري.

https://p.dw.com/p/16krg
انځور: DW

امنیتي مسئولين وايي چې نوموړی تن د مرکز کلات په اړونده سيمه کي د ماښام پر لمانځه ولاړ وو چې په مسجد کي دننه ناڅرګندو وسله والو په ډزو سره وواژه.

د زابل د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي، وايي چې په دې تړاو يې پنځه تنه شکمن کسان نيولي دي او دا مهال په امنيه قومنداني کې تر پوښتنو لاندي دي. آدم خان د یوه کال راهیسې د زابل ولایت د کوچیانو د څانگې مسئول وو.

پر دې سربیره په همدغه ورځ په کندهار کي هم د اتمي امنيتي حوزې په سيمه کي د ملک جانان، په نامه يو تن قومي مشر د سهار لمانځه وروسته ناڅرګندو وسله والو په ډزو وژلی دی. د امنيتي چارواکو په وینا ملک جانان کومه دولتي دنده نه لرله او يوازي د خلکو په منځ کي د قومي مشر په توګه پيژندل کيده.

سيمه یيز امنيتي چارواکي زياتوي چې د وسله والو د بريدونو د مخنيوي له پاره بشپړ چمتووالى لري. د زابل د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي وایي چې د شاه جوى په ولسوالۍ کي په ترسره شوو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو مشهور قومندان سره د خپلو څو تنو ملگرو وژل شوی دی.

کارپوهان: د ولسي خلکو او قومي مشرانو د وژنو د مخنیوي له پاره باید څه وشي؟

په کندهار کي د سياسي چارو کارپوه احمدشاه سپر، وايي په دې لار کي دولت ته په کار ده چې په ټولو ادارو او په ځانګړي ډول په استخباراتي څانګو کي د فساد مخه ونيسي او د خلکو باور ترلاسه کړي.

د ده په خبره ډیر ځله داسي ليدل سوي دي چي شکمن کسان دولت ته په ګوته سوي دي خو د لږ وخت تيريدو وروسته بيرته هغوى خوشي سوي او بيا يي د يادو کسانو ژوند تريخ کړى دى.

«په دې کي تر هر چا ډيره ګوته دولت ته نيول کيږي، هغه مهال دولت بريالى کیدای او خپلو اهدافو ته رسیدای شي چي خلک ورسره همکاره وي. که دولت همداسي د خلکو څخه ځان ګوښه کړى او په ادارو کي فساد اوج ته رسيدلى وي نو خلک به هيڅ وخت همکاري نه کوي او دولت به خپلو موخوته د رسيدو په لار کي پاته وي.»

که څه هم وسله وال طالبان ډېرى وخت د غلچکي بريدونو پړه مني خو اوس يې يوازي په کندهار کي د ملک جانان د وژلو مسئوليت منلى او د زابل د پيښي په اړه يې څه نه دي ويلي.

کندهار/محمد ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: سید ریاض