1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موسيقي

په سویډن کې ښایي یوازې د ښځو له پاره فیستیوال جوړ شي

۱۳۹۶ تیر ۱۶, جمعه

د سویدن د موسیقي په فیستیوالونو کې د جنسي آزار په اړه تر رپوټونو وروسته، یوې کومیدینې او د راډیو نطاقې ویلي دي چې تر هغه وخته چې نارینه سم کړه وړه زده نه کړي نو یوازې د ښځو له پاره به فیستیوالونه تنظیم کړي.

https://p.dw.com/p/2g7IR
Schweden Bravalla Musik-Festival in Norrkoping
انځور: picture-alliance/AP Photo/I. Nordfjell

په سویډن کې د براوالا موسیقي فیستیوال پر مهال د جنسي تیري او آزار تر بیلابیلو رپوټونو وروسته، د راډیو نطاقې او کمیدینې ایما کنیایکري، ویلي دي چې هغه غواړي داسې فیستیوالونه جوړ کړې په کې به یوازې ښځو ته د ګډون اجازه ورکول کیږي.

هغې ویلي دي چې تر هغه وخته پورې چې نارینه له ښځو سره سم چلن زده کړي، دغه یوازې د ښځو له پاره فیستوال به دوام لري. ایما روښانه کړې ده چې په نزدې ورځو کې به د فیستیوال د تنظیموونکو او پروژې مشرانو یوه ډله راوغواړي.

تر دې مخکې د سویډن د براوالا فیستیوال یو شمیر ګډون کوونکو سندرغاړو ویلي وو چې که په دې فیستیوال کې د ښځو د ساتنې له پاره سم تدابیر و نه نیول شي نو هغوی به په کې نور ګډون و نه کړي.

له همدې کبله د تیرې شنبې په ورځ د براوالا فیستیوال چارواکو اعلان وکړ چې دغه فیستیوال به په راتلونکې کال کې ترسره نه شي ځکه سږ کال یې په جریان کې د جنسي تاوتریخوالي رپوټونه ورکړل شوي وو.

د فیستیوال چارواکو په یوه بیانیه کې ویلي وو: «داسې ښکاري چې یو شمیر نارینه ځانونه نه شي کنترولولی. له همدې کبله موږ پریکړه وکړه چې د ۲۰۱۸ کال پراوالا لغوه کړو.»

پولیسو د دې فیستیوال پر مهال د جنسې تیري څلور او د جنسي تاوتریخوالي ۲۳ رپوټونه ترلاسه کړي دي. په دغه څلور ورځني فیستیوال کې په زرهاو کسان ګډون کوي. تیر کال هم د فیستیوال پر مهال ورته رپوټونه ورکړل شوي وو.