په سپوږمۍ کي د ناسا د دوو سپوږمکيو سقوط
۱۳۹۱ آذر ۲۹, چهارشنبه
دغه عکسونه په خپل ډول کي چي له يوه آسماني جسم څخه اخيستل شوي دي، بي ساري دي.
د امريکا متحده ايالاتو د فضايي چارو اداري وويل، چي د ناسا دوې سپومږکۍ (ستلايت) چي د «اب او فلو» په نوم يادي شوي دي د دوشنبې په ورځ تر يوې مياشتي څېړنيز ماموريت وروسته د سپوږمۍ پر سر ولوېدلې. په دغه ماموريت کي هغوی ډير په زړه پوري معلومات راټول کړي دي.
د دغي ادارې د وينا له مخي دغه سپوږمکي په قصدي توګه نسکوري شوي دي. ادارې يادونه وکړه چي د فضايي چارو له مرکز څخه انجنيرانو قومانده ورکړه چي د سپوږميکو ماشينونه دي اور واخلي او د هغوي پاته تيل دي ور وسوځول شي.
لومړۍ سپوږمکي د ګرنويچ په وخت د ماخستن پر لس بجو او ۲۸ او دوهمه يي يوه دقيقه وروسته د سپوږمي په شمالي قطب کي په داسي حال کي چي۱،۷ کيلو متر في ساعت سرعت يي درلود، نسکوره شوې.
هغه ځای چي دغه سپوږمکي نسکوري شوي دي د Sally K. Ride په نامه به ونومول شي. دا هغه لومړي امريکايي ښځه وه چي فضا ته لاړه.
دغه سپوږمکي د «ګريل» نومي ماموريت يوه برخه جوړوله چي Ride هم پکښې ګډون درلود. هغې د«مون کام» په پروژه کي چي د نړۍ د محصلينو له پاره په پام کي وه، مخکښ نقش درلود. په دغي پروژه کي محصلينو د فضايي سپوږمکيو د کمرو له پاره د عکس اخيستلو ځايونه ټاکلي ول.
د خپل کار په ترڅ کي دغو فضايي کمرو څه د پاسه ۱۱۵ زره عسکونه د سپوږمي له سطحي څخه واخيستل چي په خپل ډول کي بې ساري دي. د ساينس پوهانو د وينا له مخي دغه عکسونه به روښانه کړي، چي څرنګه مځکه او نور ډبره لرونکي ستوري په لمرييز نظام کي جوړ شوي دي او بيا يې بدلون موندلی دی.
«اب او فلو» سپوږمکي د۲۰۱۱ کال د سپتمبر په مياشت کي فضا ته وتوغول شوې او د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ له مياشتي راهيسي د سپوږمي په مدار کي څرخيدې. په دغه موده کي هغوی د سپوږمي پر سر په کښته ارتفاع کي د هغې د جاذبې د قوې له ساحي څخه نقشه واخيستله.
په کلفورنيا کي د ناسا په يوه څيړنيز مرکز کي د «ګريل» د پروژې منيجر، ديويد ليمن وويل: «موږ خپل غبرګوني سپوږمکۍ له لاسه ورکړې، خو ساينس پوهان راته وايي چي ښايي ډير کلونه به وخت ونيسي چي د هغوی له خوا راټول شوي معلومات تر ارزوني لاندي ونيول شي.» خو هغه زياته کړه چي د «اب او فلو» له برکته به د اسماني ستورو په هکله ډير نور معلومات تر لاسه شي. د ګريل نومي پروژې دغه ۱۱۰ ام ماموريت۵۰۰ ميليون ډالره لګښت درلود.