1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سپوږمۍ کي لومړی پل ايښوونکی ومړ

۱۳۹۱ شهریور ۵, یکشنبه

نيل آرمسترانگ، هغه څوک چي په لومړي ځل ئې په سپوږمۍ کي پل کښېښود د شنبې په ورځ د ۸۲ کلنۍ په عمر ومړ. دغه امريکايي فضانورد د رواني مياشتي په لومړيو کي د زړه عمليات کړی وو.

https://p.dw.com/p/15wsZ
انځور: picture-alliance/dpa/DW

د دغه امريکايي فضانورد کورنۍ تيره ورځ(۲۰۱۲ کال د اگست ۲۵) خبر ورکړ، چي نيل آرمترونگ د زړه د عمليات له عوارضو څخه ومړ.

نيل آرمسترانگ او د هغه انډيوال بوز آلدرين د ۱۹۶۹ کال د جولای په مياشت کي په سپوږمۍ کي پل کښېښود او لومړۍ خبره ئې دا وه چي «دا د يوه انسان له پاره ډير کوچنی گام دئ، خو د بشريت له پاره ستر حرکت دئ.»

د امريکا مجهوررئيس بارک اوباما د آرمسترانگ کورنۍ ته د تسليت مراتيب وړاندي کړل، او وئې ويل:« هغه زموږ يو له ستر اتلانو څخه وو، نه يوازي زموږ په دوان کي، بلکي په ټولو دورانو کي.»

Mondlandung 1969 Neil Armstrong Fußabdruck
انځور: Getty Images

تر دوهمي نړيوالي جگړې وروسته دوه دوو سترو بلاکونو شرق او غرب په سترو سياسي سيالو کي ميدان ته سره راووتل، چي په هغو کښي د فضا قبضه کولو سيالي ډير مهمه وه.

په ځانگړې توگه د ۱۹۶۰ لسيزي په لومړيو کي هم د امريکا متحده ايالاتونو او هم شوروي اتحاد کوښښ کاوه چي لومړی فضانورد سپوږمۍ ته ولېږي.

سپوږمۍ ته د آپولو ۱۱ لېږل او هلته ته د انستان پل ايښوول او گرځېدل د امريکا له پاره يوه ستره نړيوالي بريا وه، چي پر کمونيستي نظام باندي د «ازادي نړۍ» د تکنالوژۍ برتري وښيي.

آرمسترانگ هغه مهال ۳۸ کلن وو او تر دغه سفر وروسته شهرت ته ورسېد. فضا ته د آپولو ۱۱، سفر د آرمسترانگ وروستی سفر وو، تر دغه ماموريت يو کال وروسته هغه د امريکا د هوايي تحقيقاتو په مرکز (ناسا) کي د څېړونکي په توگه اداري دنده پيل کړه.

هغه ډير ژر په ناسا کي دنده پريښوده او د سن سيناتي په پوهنتون کي ئې درس ورکول پيل کړه او ارام ژوند ئې پيل کړ.

دغه امريکايي فضانورد د ۱۹۳۰ عيسوي کال د حوت د مياشتي پر ۵ نېټه د امريکا په اوهايو ايالت کي زېږېدلی وو او په ۱۶ کلنۍ کي ئې د الوتني جواز تر لاسه کړی وو.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض