1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سکانديناوي هيوادونو کي د مهاجرو د سیاست سختوالی

۱۳۹۴ آبان ۱۸, دوشنبه

هغه مهاجر چې په دې ورځو سکاندیناوي هیوادونو ته ورځي، سوړ هرکلي يې کيږي. د مهاجرو د شمیر په زیاتیدو سره ښی اړخو گوندونو په دغو هیوادونو کې د مهاجرت پر سیاست اغېزه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1H2GM
Dänemark Padborg Bahnhof Flüchtlinge
انځور: Reuters/Scanpix/A. Ladime

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور راپورونه دلته لوستلای سئ

ډنمارک، ناروې او فنلنډ هیوادونه چې تر اوسه پوري به یې د مهاجرو هرکلی کاوه، اوس یې د نوو ورغلو مهاجرو د امتیاز او مرستي په برخه کې کمښت راوستی دی او د مهاجرو سیاست یې نور هم سخت کړی دی.

د نړیوالو اړیکو یو کارپوه اسل توج، وایې: «داسي ښکاري چې د مهاجرو له پاره د ټولنیزو امتیازاتو د کمښت په برخه کې یو ډول مشخص رقابت شته.»

په ډنمارک کې د مهاجرو سیاست له ۲۰۰۱م کال راهیسي چې ښی اړخو سیاستوالو د مهاجرو چاري تر خپلې اغېزې لاندي راوستلي دي ډیر سخت شوې دی.

د سږکال په جولای میاشت کې تر ټاکنو لږ وروسته د دغه هیواد دوهم تر ټولو لوی گوند «ډي.پي.پي» د مهاجرو امتیازات را کم کړل څو دغه هیواد ته د ورتلونکو مهاجرو شمیر کم شي.

د نوي قانون له مخې چې له سپتمبر میاشتې راهیسې عملي کیږي ډنمارک ته تازه ورغلو مهاجرو ته چې ماشوم ونه لري ۵۹۴۵ کرونه (۷۹۷ يورو) ورکول کیږي. تر دې دمخه به هر مهاجر ته د میاشتې ۱۰۸۴۹ کرونه ورکول کېدل.

ډنمارک ته ډېر مهاجر د سوریې، افغانستان او اریتیریا هیوادونو څخه ورځي، خو وروسته بيا ډېر ئې هغو هیوادونو ته مخه کوي چې د دوی په گټه وي.

د «ډي.پي.پي» گوند مشره کریستین تالیسین دال، وایې: «ډیر دغه مهاجر وایې چې په سویډن کې د مهاجرو وضعه ښه ده نو له دې امله دوی هلته ځي.» دغه گوند چې د ډنمارک د لیبرال گوند یو کوچنی ائتلاف دی تر خپله وسه پوري کوښښ کوي چې له دغه هیواد سره د مهاجرو علاقمندي کمه کړي.

په دوو نورو سکاندیناوي هیوادونو ناروې او فنلند کې هم داسي کسان شته چې د مهاجرو مخالف دي. دوی هم د مهاجرو امتیازات او ټولنیز خدمات کموي. همدارنگه دغو سیاستوالو د کورنۍ د یوځای کیدو او تابعیت یا دایمي اقامې ترلاسه کولو شرایط نور هم سخت کړي دي.

د سویدن د عدلیې وزیر چې په دغه هیواد د «پروگرس پارټي» په ښی اړخي گوند پوري تړاو لري وایې: «څرگنده خبره ده چې د سکاندیناوي هیوادونو د ژوند سطحه لوړه او د پراخ زړه خاوندان دي، خو باید له خپله ځانه وپوښتو چې آیا دا له هغو کسانو سره شریک کاندو چې دلته راځي؟»

ناروې چې د ژوند سطحه یې لوړه ده او خپله سرمایه د کاربن لرونکو سون موادو څخه ترلاسه کوي، شک لري چې که چیري د نفتو بیه راکښته شي نو په هغه صورت کې به دوی وکولای شي خپل ټولنیز وضعیت په همدې شکل چې دی وساتي؟

حتی سویډن چې یو بشپړ لیبرال هیواد دی او ډیر مهاجر یې منلي دي (پخپله تر لسو میلیونو لږ نفوس لري او ۱۹۰ زره کډوالو ته یې ځای ورکړی دی)، هم پریکړه کړې ده چې د کډوالو په برخه کې خپله سخاوتمندي کمه کړي.

په عین وخت کې چې په سویډن کې ښی اړخي قدرت ته رسیږي د دغه هیواد دیموکراتان تمه لري چې نور اروپایې هیوادونه هم باید د مهاجرو مسئولیت پر غاړه واخلي او د مهاجرو د کوررنۍ یوځای کیدو سیاست په برخه کې دي سختي رامنځته کړي.

په لینا پوهنتون کې د سیاسي علومو کارپوه مگنوس هاگوی، وایې: «موږ مخکې تر مخکي په ټول سویډن کې د مهاجرو پر استوگنځایونو د بریدونو شاهدان وو. د مهاجرو لگښتونو خلک هم اندیښمن کړي دي. ډېر خلک خپل راتلونکي ته اندیښمن دي. د دوی په اند مهاجر به د دغه هیواد پر دولت او د ژوند پر لوړي سطحې اغېزه وکړي».

په سویډن کې د شنبې په ورځ هم هغه کمپ ته اور اچول شوی چې د مهاجرو له پاره په پام کې نیول شوې وو. د سویډن د عدلیې وزیر وایې: «انساني قاچاقبران په ټولنیزو شبکو کې داسې آوازې خپروي چې خلک په دې ډاډمن کړي چې خپل هیواد د اروپا په نيت پریږدي، ځکه چې د اروپا سرحدونه خلاص دي.»

نوموړی د خپلو خبرو په دوام زیاتوي: «موږ باید دغه اوازې اصلاح کړو او روښانه کړو چې څه شي دلته د دوی په تمه دي... لږه مرسته، د کورنۍ د راغوښتلو په برخه کې ستونزي او د ډیرو خلکو د دوسیو نه منل.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب