1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سکاټلنډ کي ټولپوښتنه پيل سوه

دويچه ويله/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ شهریور ۲۷, پنجشنبه

د سکاټلنډ وگړي له بريتانيا څخه د بېلتون يا نه بېلتون له پاره نن د پنجشنبې په ورځ خپله رايه کاروي. د بريتانيا د راتلونکي په اړه دغي ټولپوښتني ته ډېر ارزښت ورکول کيږي.

https://p.dw.com/p/1DExZ
انځور: Reuters/Paul Hackett

بريتانيا ته په انګليسي کي Great Britain ياني ستره بريتانيا ويل کيږي. اوس دا امکان او احتمال سته چي سکاټلنډ له بريتانيا سره تر يوځای کېدو ۳۰۰ کاله وروسته بېرته جلا سي.

دا احتمال په لندن کي د ديويد کېمرون حکومت سخت اندېښمن کړی دی، چي داسي نه چي ستره بريتانيا نوره ستره پاته نه سي. ټول اړخونه په دې کي توافق لري چي ننۍ ورځ که هر ډول هم پای ته ورسيږي، د بريتانيا له پاره به يوه تاريخي ورځ وي.

په سکاټلنډ کي نن سهار په ځايي وخت ۷ بجو لا د رايو مرکزونه پرانستل سول او کامپاين هم په عيني حال کي ادامه لري. د «هو» او «نه» دواړو ټيمونو تقريبا ۵۰ زره همکاران د دې هڅه کوي چي هغه سکاټلنډيان چي لا تر اوسه زړه نا زړه دي چي د «هو» رايه ورکړي او که د «نه»، هغوی په خپل حق کي و رايه اچوني ته وهڅوي.

دواړه اړخونه هڅه کوي چي حتی په شخصي موټرونو کي خلک د ټاکنو مراکزو ته ورسوي، څو د خپل دريځ په حق کي رايي زياتي کړي.

د سکاټلنډ د ټولپوښتني او ټاکنزو چارو کمېسيون رئيسي Mary Pitcaithy اټکل کړی دی چي ښايي د هغو کسانو زياتره برخه چي د رايو ورکولو شرايط ئې پوره کړي دي، خپله رايه وکاروي او په دې توګه د په رايه اچونه کي د زياتي ونډه اخيستنې نوی ريکارډ جوړ کړي.

نوموړې وايي چي د مستحقيقنو څخه ۹۷ سلنه يې ځانونه د رايه اچوني له پاره ثبت کړي دي. په ټوليزه توګه پر ۴،۲ ميليونو سکاټلنډيانو ږغ سوی دی چي په ريفراندم کي خپله رايه وکاروي.

د سکاټلنډ د ملي ګوند رئيس او له بريتانيا څخه د بېلتون غوښتونکو مشر Alex Salmond د چهار شنبې په ورځ د هو کامپاين په ترڅ کي وويل: «دغه به د سکاټلنډ د تاريخ تر ټولو لويه ديموکراتيکه پيښه وي.»

نوموړي دا خبره دې ته په اشاره سره وکړه چي حتی هغو ځوانانو او پيغلو چي عمرونه يې د ۱۶ او ۲۰ تر منځ دي، ۸۷ سلنه يې د رايو په ليستونو کي خپل نومونه ثبت کړي دي.

په داسي حال کي چي د اروپا په زياتو برخو کي د رايه اچونکو له کم ګډون څخه شکايتونه کيږي، د سکاټلنډ په ننۍ ټولپوښتنه کي هيڅ داسي شی نه تر سترګو کيږي.

Alex Salmond د خپلو پلويانو و ګڼي ګوڼي ته د وينا پر وخت وويل چي «دا ستاسو د ژوند تر ټولو مهم چانس دی، او ګټه ورڅخه واخلئ.» نوموړی په سکاټلنډ کي د سيمه ييز حکومت مشرتوب هم پر غاړه لري.

د نظر پوښتنې د يوې وروستۍ احصائيې له مخي چي د Ipsos Mori په نوم انستيتيوت له خوا تر سره سوې، راغلي دي چي له پوښتل سوؤ سکاټلنډيانو څخه ۴۹ سلنه يې د بېلتون او ۵۱ سلنه يې له بريتانيا سره د يوځای پاتېدو په حق کي دي.

خو د کارپوهانو پر دې هم توافق دی چي ۸ سلنه سکاټلنډيان داسي دي چي د ټولپوښتني تر ورځي پوري يې لا خپله پرېکړه نه وه کړې چي د «هو» او که د «نه» رايه به واچوي. له همدې کبله په دقيقه توګه دا وړاندوينه کول چي «هو» رايي به زياتي وي که د «نه»، يو ناممکنه کار دی.

له همدې کبله به د سکاټلنډيانو تر څنګ د ټولو بريتانويانو او د هغوی د ټلوالو له پاره ننۍ ورځ يوه ډېره هيجاني ورځ ده، چي په آخره کي به کومي رايي زياتي وي، د «هو» که د «نه»