1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شاولي کوټ ولسوالۍ کي جگړه روانه ده

۱۳۹۰ مرداد ۱۸, سه‌شنبه

د شاولي کوټ ولسوالۍ امنيه قوماندان په کندهار کي دويچه ويله ته ويلي، چي جگړه د نن سهار راهيسي پيل سوې او تر اوسه هم دوام لري. جگړه د زرتالې په سيمه کي روانه ده.

https://p.dw.com/p/12DJQ
شاولي کوټ د کندهار لويځ ته پرته غرنۍ ولسوالي ده
شاولي کوټ د کندهار لويځ ته پرته غرنۍ ولسوالي دهانځور: AP

د هغي ولسوالۍ امنيه قومندان پاچا خان وايي چي يادي سيمي ته د پنځو ورځو راهيسي شاوخوا پنځوس وسله وال کسان ورغلي ول او د خلکو په ځورونه يې لاس پوري کړی ؤ.

دده په خبره نن سهار کورنيو او باندنيو ځواکونو د زرتالې سيمه کلابنده کړې او جگړه پيل سوې ده. هغه وايي چي د مرگ ژوبلي په اړه تر اوسه دقيق معلومات نه لری.

اوس پوښتنه داده چي په سيمه کي د پنځو ورځو راهيسي وسله وال کسان تاوبالا کيدل ولي چا ږغ نه ورته کاوه؟

د کندهار امنيه قوماندي هم پيښه تائيدوي ولي د تلفاتو په اړه څه نه وايي. يو تن افسر د نوم د نه ښودلو په شرط دويچه ويله ته وويل، په سيمه کي جگړه روانه ده او تر اوسه پوري يې یو شمې ښخ سوي ماينونه له منځه وړي ولي نور جزئيات نه لري.

خو په سهيل کي د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا په سيمه کي رسنيو ته ويلي چي تر اوسه يې د بهرنيو ځواکونو يو ټانک په ماين الوزولی او سپاره کسان يې ټول وژلي دي. خو افغان امنيتي چارواکي دا دعوه نه مني.

شاولي کوټ د کندهار لويځ ته پرته غرنۍ ولسوالي ده چي، کله نا کله دداسي پيښو خبرونه ځني ترلاسه کیږي.

په کندهار کي د دويچه ويله خبريال وايي چي د يادي ولسوالۍ ولسوال او امنيه قومندان د پيښي تر مخه د پوليسو د لږوالي خبر ورکړی و.

دا په داسي حال کي ده چي څو ورځي مخکي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان جان الن ويلي ول چي طالبانو اوس د مخامخ جگړې توان نه لري او د سړک تر غاړي د ماينونو په ښخولو يې لاس پوري کړی دی.

د پيښي په اړه به نور جزئيات وروسته پر ليکه سي.

محمد اراهيم سپېڅلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل