1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شتراسبورگ کي د بشردحقوقو څخه د تيري دوسيې لږ څيړل کيږي

۱۳۸۸ دی ۳, پنجشنبه

د شتراسبورگ په محکمه کې د شرقي اروپا په اړه يوازي مثلأپر روسيه باندې قريب په 30000 پېښو کې د بشري حقونو تر پښولاندي کولو تورونه پراته دي، چې بايد کار پرې وشي

https://p.dw.com/p/LCt0
انځور: picture-alliance / dpa

په هغه کې د هغو چچنيانو په هکله شکايتونه هم شامل دي، چې نيول شوي، مگر حکومتي ادارې د هغه په وړاندي هېڅ گام نه دئ پورته کړی او نه يې تر غور لاندي نيولي دي .

د ترکيې په برخه کې هم پر بنديانو باندي غيرانساني تېری او ورسره د حکومت لخوا دغيرانساني چال چلند په باب 11000شکايتونه سته ،

څه ناڅه 9000د رومانيې او 8000هم د اوکراين په هکله موجود دي .

په دې کې هم خبره په بند کې له ناروا تېريو او غيرانساني شرايطو څخه ده، خو د مظاهرو تيت او پرک کول ، د رسنيو منع کول او ورسره د افکارو د آزادۍ صلبونه ورباندي زياتيږي . له دې سره د دې هېوادونو پېښي ، د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو ټولو شکايتونو نيمايي برخه جوړوي . پوښتنه دا ده چې اصلي علت چېرته دئ؟

د بشري حقونو د پاره د اورپا په محکمه کې قاضي اکسل مولر ايلشنر Axel Müller-Elschner باور لري، چې د دې څو اړخيز مشکل د پاره گڼ شمېر دلايل هم وجود لري، او څرگندوي :

(طبعاً يو شمېر ټولنيزي ربړي سته، که له اقتصادي اړخه وي يا حقوقي . د لويديزي اورپا هېوادونه له 40 کالونو راهيسې د بشري حقونو محکمه لري، په داسې حال کې چې د ختيزي اورپا ملکونه له 1990 ميلادي کال راپدېخوا ورسره دي . اودا حقيقت بايد هېر نسي . که له يوې خوا په روسيه کې جېلونه تر حد تېر ډک دي، له بلې خوا په فرانسه کې هم ستونځي سته . نو سړی نه ښايي يو اړخيزه قضاوت وکوي .)

د ختيزي اورپا د نورو مملکتونو لکه سلوانيا، گرجستان، ملداويا يا بوزنيا هرڅوگوونيا په برخه کې هم، د دوی د نفوسو په تناسب سره ډېر زيات د بشري حقونو تر پښولاندې کولو شکايتونه سته . آلمانۍ حقوق پوه ريناته يېگر Renate Jäger يې داسې تشريح کوي :

(د مثال په ډول رومانيه يادوم، يو هېواد چې کوچنی دئ او د آلمان د نارد راين وستفالن د ايالت په اندازه نفوس لري، خو ورڅخه دغومره شکايتونه سته، چې له ټول آلمان څخه دوه چنده دي . سړی ويني چې د وگړو د شمېر په پرتله ډېر زيات شکايتونه ورڅخه کيږي . دا د دې ښکارندوی دي، چې د رومانيې خلک د خپلې قضا په برخه کې بدگمانه دي . دا ورڅخه زما برداشت دئ . بې توپيره ده، چې دا بدگاني پرځای ده او که نه، خو موجوده ده . او دا بدگماني د دې سبب کيږي چې خلک ووايي : موږ غواړو دا څه په اورپا کې تر بحث او غور لاندې ونيول شي .)

EU Archiv Europäischer Gerichtshof für Menschenrechte in Straßburg
انځور: DW

په عين حال کې د شتراسبورگ محکمه بايد په لسهاوو زرو نورو پېښو باندي کار وکړي . دا چې هلته راوړل شوي د بشري حقونو شکايتونه به سپين د عغو مسؤلين به تعقيب او محکمه سي او که نه، نودا بيا بله خبره ده . ځکه چه ډير مسؤلين او مجرمين يا مړه دي . او د وخت په تيريدو سره نور هم مړه سي . سربيره پر دې په هر شکايت يا دعوی کې بايد د هغه هېواد قاضي حاضر وي، نو د روسيې قاضي زيات وخت ته ضرورت لري، تر څو قريب 30000دوسيې فيصله کړي، په داسې حال کې چې د ده آلماني ملگري ته يواځې 2500 زره دوسيې پرتې وي . نو آيا دا به معقول کار نه وي، چې د اورپا په محکمه کې د ځنيو هېوادونو د قاضيانو شمېر زيات کړل شي .

ګراټوول/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري