1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په شمالي وزيرستان کي ۴۰ ياغيان وژل سوي»

۱۳۹۴ مرداد ۲۶, دوشنبه

د پاکستان پوځي چارواکي وايي چي له افغانستان سره په سرحد کي ئې په هوايي يرغل کي نزدې ۴۰ وسله وال وژلي دي. دوی ويلي دي چي دغه عمليات ئې د طالبانو او نورو ياغيانو پرضد پيل کړي دي.

https://p.dw.com/p/1GGSN
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

د پاکستان پوځ ويلي دي چي د تروريستانو پر پټنځايونو باندي په يرغل کي ئې د يکشنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کي تر ۴۰ زيات ياغيان وژلي دي.

پوځ ويلي دي: «د يکشنبې ورځي تر غرمې وروسته پر ترورستانو باندي په يرغل کي پر وژل سوو کسانو سربيره څو نور ياغيان ټپيان سوي هم دي.»

دغه سيمه چي رسنۍ ورته لاس رسی نه لري، ستونزمنه ده چي د پوځ ادعا تائيد يا د وژل سوو کسانو هويت څرگند سي. په هوايي بريدونو کي کله نا کله ملکي کسان هم وژل کيږي.

پاکستان له يوې لسيزي راهيسي په خپل هيواد کي له ياغيانو سره مبارزه کوي.

د دغه هيواد پوځ وايي چي د وسله والو ياغيانو پرضد پوځي عملياتو کي ئې تر اوسه ۲۸۰۰ وسله وال وژلي دي.

چارواکو ويلي دي چي په يوه بله پېښه کي د بلوچستان ايالت په چاغي سيمه کي د افغانستان سرحد ته څرمه د تلاښۍ پر پوسته باندي په يرغل کي د ملېشې درې عسکر او دوه وسله وال وژل سوي دي.

د پاکستاني ملېشې يوه وياند او د بلوچستان ايالت يوه امنيتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه ياغيان له افغانستان څخه پاکستان ته ور اوښتي ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب