1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شمالي وزيرستان کي 11 تنه وژل سوي دي

۱۳۸۶ بهمن ۹, سه‌شنبه

د ډيورنډ د کرښي هاخواته په يوه کلي کي د توغنديو په يوه حمله کي شاوخوا يوولس تنه ګماني زورلاري وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/DKBk
په شمالي وزيرستان کي پاکستاني پوځيانو د عملياتو په وخت کي په لومړي سرکي داپېښه تاييد نه کړه
په شمالي وزيرستان کي پاکستاني پوځيانو د عملياتو په وخت کي په لومړي سرکي داپېښه تاييد نه کړهانځور: picture-alliance/ dpa

دا خبره د پاکستان يوه سيمه ايز مامور نن کړې ده. د هغه په وينا دغه توغندۍ پرون ماښام په شمالي وزيرستان کي د يوه قومي مشر پر کورباندي ور توغول سوي دي. دغه مامور، چي د نوم د ښوولو څخه يي ډډه کړې خبري رسنيو ته ويلي دي، چي ددغه قومي مشر په کورکي زورلارو ځانونه پټ کړي وو. داسي کمان کيږي، چي دغه توغندۍ د افغانستان څخه توغول سوي وي.

د پاکستان حکومت په لومړي سر کي دا پيښه تاييد نه کړه. د افغانستان سيمي ته نژدې پرتې نيمه خپلواکه قبايلي سيمي د القاعدې د ترورستي شبکې او طالبانو په مرکزونو بدلي سوي دي.