1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شمالي وزيرستان کې بيا نښتي سوي

۱۳۸۶ مرداد ۸, دوشنبه

د پاکستان د پوځ ويان وحيد ارشد ويلي په شمالي وزيرستان کې د رې تنه مليشه وژل سوې او په يوه بله پېښه کې په همدې سيمه کې 7 تنه تر شک لاند ي اسلامي توند لاري نيول سوي.

https://p.dw.com/p/DKDb
پدې حمله کې پر پوځي کاروان باندي د ليري څخه کنتروليد ونکی بم چول سوي
پدې حمله کې پر پوځي کاروان باندي د ليري څخه کنتروليد ونکی بم چول سويانځور: AP
د پوځ وياند د رويترز خبري آژانس ته ويلي چې د افغانستان پولي ته نژدې د شمالي وزيرستان په سيمه کې وسله والو کسانو پر پاکستاني مليشو بريد کړی او د رې تنه يي وژلي دي. نوموړي د نښتي ځای د ميرانشاه ښارته څيرمه د تلاشۍ يوه پوسته ښودلې.
د غه رازد پوځ وياند خبري رسنيو ته ويلي چې نن په همدې سيمه شمالي وزيرستان کې 7 تنه ترشک لاندي اسلامي توند لاري هغه وخت ونيول سول چې پر يوه کاروان باندي له حملې څخه وروسته د سيمي څخه د تېښتي په حال کې وه پدې حمله کې پر پوځي کاروان باندي د ليري څخه کنتروليد ونکی بم چول سوي چې د پوليسو په وينا يوازي يو عسکر پکښي ټپي سوی دی.
جنرال ارشد ويلي چې حمله کونکي په د ووموټرو کې سپاره ونيول سول او هم يي له ليري څخه د چاود ېد ونکو مواد و اړوند سامان موندلی دئ.