1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان د شمالي کوریا احتمالي کډوالو ته جمتوالی نیسي

۱۳۹۶ فروردین ۲۸, دوشنبه

د جاپان لومړی وزیر شینزو ابي، وایی چې هیواد یې د کوریا په ټاپوزمه کې احتمالي کړکیچ ته پر پلانونو باندې کار کوي. دا موضوع په داسې حال کې مطرح کیږي چې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ ترینګلتیا ډیره زیاته شوې ده.

https://p.dw.com/p/2bKvs
Japan Premier Shinzo Abe in Tokio
انځور: Reuters/I. Kato

جاپان ویره لري چې په شمالي کوریا کې د پوځي کړکیچ د رامنځته کیدو په صورت کې کیدای شي د دې هیواد ګڼ شمیر مهاجرین جاپان ته مخه کړي.

د جاپان لومړي وزیر شینزو ابي، د دوشنبې په ورځ د پارلمان یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې حکومت په داسې لارو چارو کار کوي چې له امله یې بهرنیو اتباعو ته خوندیتوب، د راتګ آسانتیا، د سرپناه جوړول او همدا راز د پناه غوښتونکو د ثبت او ارزونې له پاره منظم سیستم رامنځ ته شي.

شنیزو ابې دغه څرګندونې د یوې داسې پوښتنې په ځواب کې کړي دي، چې تر دې مخکې به هم کله نا کله ترې پوښتل کیده. خو اوس په داسې حال کې چې د شمالي کوریا او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ کړکیچ مخ پر ډیریدو دی دغه پوښتنه تر پخوا ډیر عملي اړخ لري.

د جاپان لومړي وزیر همدا راز د پارلمان غړو ته په خپلو خبرو کې وویل چې حکومت په شمالي کوریا کې د کړکیچ د رامنځته کیدو په صورت کې په داسې پلانونو هم کار کوي چې له دې هیواد څخه د جاپان اتباع بیرته خپل هیواد ته انتقال کړي.

له ارشیف څخه: