1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شينگن تړون کي پر نوو اصلاحاتو نيوکي

شمس الرحمان ناصر (روزينبرگ)۱۳۹۲ خرداد ۱۰, جمعه

د شینګن تړون غړي هیوادونه د کډوالو د مخنوي په خاطر کولای شې په راتلونکي کي د خپلو پولو کنترول لا پسي زیات کړي، خو انتقاد کوونکي وايي چې د شینګن په تړون کې نوي اصلاحات به د مسافرت آزادي محدوده کړي.

https://p.dw.com/p/18hpc
© m.schuckart - Fotolia.com reisepass; europa; staaten; staatenbund; rundreise; schengen; abkommen; urlaub; reise; ausweis; weltkarte; kontinent; einreise; einreisebestimmung; einreisegenehmigung; entspannen; entspannung; visa; visum; zoll; wasser; urlaubsziel; reiseziel; verreisen; fernreise; ozean; meer; tourismus; land; biometrischer reisepass; biometrischer ausweis; reisepässe; reiseausweise; kompass; atlantik; chip; landkarte; karte; biometrie; passport; sommer; sonne; wärme; sommerurlaub; ferien; schengener abkommen; grenzkontrollen; nordeuropa; mitteleuropa; südafrika
Symbolbild deutscher Reisepass EU Europa Reisefreiheit Deutschlandانځور: Fotolia/m.schuckart

د شینګن حوزې هیوادونه کولای شوې یو ځل بیا خپل سرحدونه کنترول کړي. د اروپا په پارلمان کې د زرغون ګوند استازي سکا کیلر، له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې پر دغي پریکړي نیوکه وکړه او ويې یل چې په دې سره به د مسافرت آزادي نوره هم را محدوده شي.

د شنګن تړون یو وخت په اروپا کې د مایلنشتاین یا آزادو پولو په نامه یوه لویه لاسته روړنه وه. اوس په دې برخه کې اصلاحات رامنځته کیږي چې په ترڅ کې به يې هر غړی هیواد د خپلو سرحدونو کنترول لا پسي سخت کړي. د دغه کنترول د زیاتولو هدف اروپايي هیوادونو ته د هغه زیات شمیر کډوالو مخه نیول دي چې په غیر قانوني توګه اروپايي هیوادونو ته ور داخلیږي.

د اروپايي اتحاديي کمیساري سسیلیا مالمستروم په بروکسل کې وویل چې د دغي اتحاديې غړو هیوادونو د اروپا پارلمان او د اتحاديې کمېسیون د پنجشنبې په ورځ د دې مسئلې پر سر موافقه کړې ده. د اروپا په پارلمان کې د شنو د ګوند استازي سکا کیلر د دویچه ویله خبریال د دې پوښتني په جواب کې چې آیا دا به د شینګن تړون د پای ته رسیدو په معنی نه وي؟ وویل:

«شاید د تړون د پای ته د رسیدو په معنی به نه وي، خو په هرحال موږ دا خطر وینو چې په دې نوي پریکړي سره به د شینګن په تړون کی ځیني محدودیتونه راشي او کراره کراره به د اروپايي اتحاديې د اوسیدونکو د مسافرت آزادي له منځه ولاړه شي.»

د هنگري سرحد
د هنگري سرحدانځور: PETER KOHALMI/AFP/Getty Images

د شینګن تړون په اروپا کې د مسافرت آزادي تضمینوي. دا تړون د ۲۶غړو هیوادو له خوا لاسلیک شوې دی او په قانوني توګه د دغو هیوادو په سرحدي پولو کې د پاسپورت کنترول وجود نه لری.

په ۱۹۸۵ کال کې د دغه قرارداد په لاسلیکولو سره د آلمان، فرانسې، هالینډ، بلژیم او لوکزامبورګ هیوادو تر منځ د سرحدونو د کنترول پوستې له منځه ولاړې او نن ۲۶هیودونه د دې تړون غړي دي.

دا چي اصلاً په دې قرارداد کې د اصلاحاتو راوستلو ته څه اړتيا وه؟ د اروپا په پارلمان کې د آلمان د زرغون ګوند دغه استازی وايي:

«ټولي شخړي د عربي پسرلي د پاڅونونو په جریان کې ډیر شوې دي. کله چې مهاجرین ایټاليا ته ورسیدل، دوی په دغه هیواد کې له سرحد څخه د تیریدو اسناد ترلاسه کړل او ورسته فرانسې ته راغلل. په دې وخت کې دا بحثونه رامنځ ته شول چې کوم کس په حقیقت کې نورو هیوادونو ته د سفرغځولو اجازه لري؟ او دا چې آیا د شينګن په تړون کې اصلاحات رامنځته شي او که نه؟ د اروپا کمیسیون په پيل کې وړاندیز وکړ چې دې تړون ته دې د یوې ګډي پانکي په توګه وکتل شي او په دې اړه تصمیم باید د ټولۍ اروپا په کچه ونیول شي.»

د زرغون ګوند دغه سیاستوال وايي چې دغه وړاندیز د دوی د ګوند خوښ شو او ملاتړ يې کوي، خو هغه وايي چې نوې پریکړه د پخوانیو مقرراتو سره سمون نه خوري. د ده په اند، نوې پریکړه د اروپا کمېسیون ته لوی جانبي رول ورکړی دی او ټاکل شوې ده چې دغه کمیسیون به د غړو هیودونو د اقداماتو څارنه کوي.

کیلر وايي چې د نویو اصلاحاتو پر بنسټ، په هغه صورت کې چې د شینګن تړون ځیني غړي هیوادونه د خپلو سرحدونو د امنیت په برخه کې نیمګړتیاوې ولري، نور غړي هیوادونه د خپلو سرحدونو د تړلو له پاره زیات دلایل ويني. د هغه په خبره ټاکل شوي مقررات نه شي کیدای یو دقیق معیار و اوسي او کیدای شي هر څوک له هغه څخه بل ډول برداشت واخلي.