په صربستان کې له مهاجرت سره د تړاو درلودونکو اقتصادي وضعیت ښه شوې دی
په صربستان کې د کډوالو شمیر مخ پر ډیریدو دی او د مهاجرینو اړوند کاروبار هم زیات شوې دی. د دغه هیواد اوسیدونکي د مهاجرینو کمپونو ته ورزي او هلته پر کډوالو د ورځني ژوند د اړتیا وړ توکي پلوري.
بس سروس
په دغه هیواد کې د ترانسپورت کاروبار په ډیرې چټکې سره پر مخ روان دی. په دغه انځور کې تاسې یو البانوې وینئ چې د پریسیوو د کډوالو کمپ مخې ته ولاړ دی او د کروایشیا پر لور روانو کډوالو ته د ۳۵ ایرو په بدل کې د بس ټکټونه ورکوي. د بزازلي په نوم دغه کس وایې چې پخوا به یې د ورځې اته ایرو گټلې خو اوس چې یې دلته د بسونو د ټکټونو پلورل پيل کړي د ورځې تر ۷۰ ایرو پورې عاید لري.
یو بل سره مرسته
د بزازلي په خبره هغه په خپل دې کار نه ویاړي خو هڅه کوي له اړینو مهاجرو په ځانگړي توگه هغو کورنیو ته مفت ټکټ ورکړي چې کوچني ماشومان لري. نوموړی وایې چې زه هم یو وخت مهاجر وم. د کډوالو له پاره باید مفت بسونه موجود وي: «اروپا د کډوالو د مرستې له پاره صربستان ته پيسې ورکوي، خو زمونږ حکومت ډیر څه نه کوي.
عرضه او تقاضا
د کډوالو د کمپونو تر څنگ د دوکاندارانو د کاروبار وخت هم زیات شوې دی. هره ورځ له ۸ څخه تر ۱۰ ساعتونو پورې دوی خپله دوکانداري کوي. په پریسیوو، کې د خوراکي توکو پر دوکانونو او رستورانټونو ډیر بیرو بار وي او ځنو دوکاندارانو خو حتی بیې دوچنده لوړ کړي دي.
له سیم کارتونو څخه نیولې بیا تر لاسي کراچیو
هغه څه چې کډوال یې اروپا ته تر رسیدو سمدستي وروسته پيري هغه د مبايلونو سیم کارتونه دي. له همدې امله د کډوالو په کمپونو کې د سیم کارت پلورونکو شمیر هم لوړ شوې دی. د دې ترڅنگ د هغو کسانو کار هم ښه شوې دی چې لاسي کراچۍ چلوي. لکه څرنگه چې په انځور کې لیدل کیږي دوی د پاخه عمر درلودونکي مهاجر د پيسو په بدل کې له یو ځای څخه بل ته انتقالوي.
د بوټانو پلورل
په اروپا کې هوا نسبتاً سړه شوې ده، له همدې امله کډوال گرم او قوي بوټانو ته ډیره اړتیا لري. په همدې منځ کې د هغو سربیایې اوسیدونکو کاربار هم ښه شوې دی چې بوټان پلوري.
اسناد او نوم ثبتول
اروپا ته تر رسیدو وروسته د کډوالو نوم او کوائف ثبت او راجستر کیږي. په پریسیوو، کې یو رضاکار دانیالا گابیرئل وایې چې بس چلونکي کروایشیا ته د تلونکو کډوالو نوم او نور کوائف ثبتوي او بیا دغه لست د کډوالو اړوندو ادارو ته سپاري، څو دوی د خپل نوم ثبتولو له پاره په اوږدو کتارونو کې انتظار ونه باسي.
د بډو اخیستل
بزازلي دا مني چې هغه د کډوالو کمپ مخې ته د ټکټ خرڅلو په بدل کې پولیسو ته په اونۍ کې ۱۰۰ ایرو ورکوي. نوموړی زیاتوي: «که دوی ته هغه څه چې دوی غواړي ورکړو بیا نو مونږ نه زوروي. ډیرو خلکو ټکسي چلونکي هم لیدلي دي چې پولیس ته رشوت ورکوي.» خو یو رضاکاره بیا وایې چې دا په دې معنی نه ده چې گوندې ټول پولیسان به رشوت اخلي.