1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په صنعتي هيوادونو کي اقتصادي وده بيا پيل سوې ده

۱۳۸۹ فروردین ۱۹, پنجشنبه

داقتصادي ګډکار او پرمختيايي چارو د سازمان OECD د اټکل له مخه، د آلمان اقتصاد بيرته د ښه کېدو په حال کي دي...

https://p.dw.com/p/MqPE
د اقتصادي ګډ کار او پرمختيايي چارو د سازمان نښان
د اقتصادي ګډ کار او پرمختيايي چارو د سازمان نښانانځور: dpa/DW

لکه څنګه چي د OECD په يوه رپوټ کي، چي د اوو سترو صنعتي هيوادونو د اقتصادي وضع په هکله خپور سوي دي، ويل کيږي چي د 2010 ميلادي کال د دوهم فصل په پيل کيدلو سره د آلمان په ناخالص ټولنيز توليد کي په سلو کي 2 عشاريه 8 زياتوالي راسي.

د اقتصادي ګډ کار او پرمختيايي چارو دسازمان OECDپه رپوټ کي ويل کيږي، چي په تيرو 6 مياشتو کي اقتصادي حالات ډير ښه سوي دي. په تيره بيا په هغه هيوادونو کي، چي د صنعتي کيدلو درشل ته رسيدلي بلل کيږي، لکه د چين ولسي جمهوريت، هند يا برا‌ز يل.

په دغه هيوادونو کي د اقتصادي ودي کچه له لسو څخه پروته ده او دغي کچي ته د رسيدو دپاره نوموړي هيوادونه داسي تجهيزاتو او ماشين آلاتو ته اړتيا لري، چي هغه په پرمختللي هيوادونو کي جوړيدای سي. کله چي د نړۍ په بازارنو کي نوي ماشين آلاتو ته تقاضاوي زياتيږي، نو له دي څخه په تيره بيا د امريکا متحده ايالات او د کاناډا تصدۍ ګټه اخلي.

خو دروان کال په بهير کي به داقتصادي تموجاتو د ودي، څپې تر اروپا پوري هم ورسيږي. د اقتصادي ګډکار او پرمختيايي چارو دسازمان OECD د اټکل له مخه به د روان ميلادي کال په دوهم فصل کي داقتصادي ودي کچه په اروپايي هيوادونو کي تر 1 عشاريه 9 پوري ورسيږي او په آلمان کي ښايي دغه وده تر 2 عشاريه 8 پوري هم ورسيږي.

د اقتصادي ګډکار او پرمختيايي چارو دسازمان داقتصادي تموجاتو کار پوه Carlo Padoan وايي،کيدای سي د بانکونو خرابه وضع کله ناکله پر دې ودي باندي سوری هم وغوړوي. نو د مالي چارو وزيران او دمرکزي بانکونو مشران بايد پر دې موضوع باندي هم فکر وکړي، چي آيا دې ته به اړه وي چي د اقتصاد ي ودي دپاره کوم ځانګړي پروګرام به کار ولويږي او که نه.

طبعاً مرکزي بانکونه بايد د بيو د استقرارساتني ته پام وکړي. او همداشان، څه چي د مالي چارو وزيران کوي بايد دي ته هم پاملرنه وکړي، چي پر اقتصادي فعاليتونو باندي منفي اغيزه ونه کړي.

تر اوسه په صنعتي هيوادونو کي ددې دپاره هڅه سوي، چي د دولتي لګښتونوپه زياتولو او دربحي دکچي په راټيټولوسره اقتصاد ته وده ورکړل سي. خو که چيري يو ناڅاپه دغه پروګرامونه د مالي چارو د وزيرانو او د مرکزي بانکونو له خوا په ټپه دريږي، نو کيدای سي، چي اقتصادي ودي ته تاوان ورسيږي.

اوروپايي مرکزي بانکونو ته دا توصيه کيږي،چي دوی يو ناڅاپه دربحي کچه لوړه نکړي. داقتصادي ګډ کار او پرمختيايي چارو سازمان د آلمان حکومت ته هم يو لړ وړانديزونه کړي دي. طبعاً صادراتو ته د آلمان اقتصاد اړه لري خو بايد ددې دپاره هم هڅه وسي، چي په هيواد کي دننه هم تقاضاوي زياتي سي.

ARD/ ZDF/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل