1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په صنعتي هيوادونو کي زيات شمېر افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده

۱۳۸۹ فروردین ۴, چهارشنبه

د نړۍ و پرمختللو صنعتي هيوادونو ته د 2009 زيږديز کال په ترڅ کي د پناه وړونکو په شمېر کې د 2008 کال په پرتله بدلون نه دی راغلی...

https://p.dw.com/p/MaZm
د ملګرو ملتونو د ګډوالو مسول
د ملګرو ملتونو د ګډوالو مسولانځور: picture-alliance/ dpa

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ته د رسيدونکي نړيوالي ادارې د رپوټ پر بنسټ په تير کال کي ټولو څه ناڅه 380 زرو کډوالو په يوه صنعتي هيواد کي د پناه غوښتنه کړې ده، چي په 2008 کال کي هم په همدې کچه وه.

د دغي ادارې ويانده ميليسا فليمينګ وايي: نه سو کولای په تير کال کي په صنعتي هيوادونو کي د پناه وړونکو له زيات شمېر څخه وږغږو.

«عوام غوښتونکي په دې عقيده وو، چي کډوال به پر اروپا راتوی سي.خو هغه شمېرني، چي زموږ په لاس کي دي، ښيي، چي دا سمه نه ده.د پناه غوښتونکو شمېر لکه د وړم کال غوندي دي.په صنعتي هيوادونو کي د پناه غوښتونکو شمېر نه دی زيات سوی.»

خو بايد يادونه وکړو، چي په بيلابيلو هيوادونو کي د پناه وړنکو شمېر په ډيربيلابيل ډول وده کړې. د ساري په ډول په آلمان کي په يوه تير کال کي يو پر څلورمه برخه زيات شت شوي دي. د آلمان بر عکس په ايټاليا او ترکيه کې د غه شمېر لږ شوي دي.

ډيری پناه غوښتني د امريکا متحدو ايالتونو ته ورکړل شوي دي او بيا فرانسه او آلمان ورپسې په پنځمه کرښه کې راځي. د پناه غوښتونکو چارو ته د رسيدو د ادارې ويانده ميليسا فليمينګ يادونه کوي، چي بايد هير نه کړو، چي ډير پناه غوښتونکي په پرمختللو صنعتي هيوادونو کي نه، بلکي د صنعتي کيدو په حال کي هيوادونو ته منل شوي دي. دا کولای شو له افغانستان څخه د يوې لويې ډلې پناه غوښتونکو په يوه روښانه مثال څرګنده کړو:

«1،7 مليونه افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي، يو مليون ايران ته. که دا په صنعتي هيوادونو کي د افغانانو له 27000 شمېر سره پرتله کړو، نو ښکاري، چې په بډايو هيوادونو کې د کډوالو شمېر واقعاً لږ دی.»

په صنعتي هيوادونو کې د پناه غوښتونکو زيات شميرله افغانستان څخه دي. په دوهم ځاي کې عراقيان او بيا سوماليايان راځي. دلته په 2009 زيږديز کال کې د افغان کډوالو شمير د 2008 زيږديزکال په پرتله دوه برابره شوی دی. په همدغه وخت کې د عراقي پناه غوښتونکو شمېر نيمايي شوی دی. دغه راز زيات شمير پناه غوښتونکي له روسيې، چين او سربستان څخه هم راځي. رپوټ په هر صورت په دې هکله نه وايي چې څومره پناه غوښتونکو ته پناه ورکړل شوې ده.

Lechler, Pascal/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل