1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په طرابلس کي اوس هم سخته جگړه روانه ده

۱۳۹۰ شهریور ۲, چهارشنبه

راپورونه وايي، چي په طرابلس کي د ياغيانو له لخوا د معمرالقذافي د کور تر نيولو وروسته قذافي ژمنه کړي چي يا به شهيد سي او يا به يي بريا په برخه سي.

https://p.dw.com/p/12MjP
انځور: dapd

د طرابلس يوې راديو د قذافي له خولي ويلي، چي د « باب العزيزيه» څخه وتل ددوی يو پوځي تکتيک دی. د الجزيره تلويزون خبر ورکړی، چي د ناټو له خوا پر دغه کور ۶۴ هوايي بريدونه سوي دي.

 

ياغيانو په طرابلس کي د قذافي کور تر دوې ورځنۍ جگړې وروسته نيولی دی.

 

په تلويزيونونو کي داسي انځورونه ښودل سوي، چي ياغيان د هغه په کور کي په هغه ځای کي ولاړ دي، چيري چي به قذافي بياني ورکولي. پاڅونکونکو د هغه ولاړه  مجسمه نړولې.

 

تر اوسه پوري د قذافي په اړه معلومات نسته، چي هغه چيري دی.

 

د ليبيا د مؤقتي شورا يو غړي، حافظ ګوګا، ويلي چي په هاګ کي د جرمونو د نړيوالي محکمي تر تسلميدو د مخه به قذافي په ليبيا کي د محکمي په وړاندي ودرول سي.

 

هغه د مصر له دولتي تلويزون سره په مرکه کي ويلي، چي ياغيان به قذافي تيښتي ته پري نه ږدي. د ليبيا په مرکز طرابلس کي اوس هم د ياغيانو او قذافي د پلويانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

 

د ياغيانو د مؤقتي شورا وياند، محمد شميم، ويلي چي په پام کي ده چي د مؤقتي شورا ځيني وزيران به د چهارشنبي په ورځ د بن غازي څخه د طرابلس په لور وخوځيږي.

 

د سي اين اين تلويزون سره په خبرو کي هغه ويلي، چي په دغه وزيرانو کي به د تيلو، مخابراتو، روغتيا او د کورنيو چارو وزيران شامل وي.

 

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل