1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په طلوع افغان کې ولي زاړه مطالب خپریږي؟

۱۳۹۱ تیر ۲۷, سه‌شنبه

د طلوع افغان لومړۍ ګڼه ٩١ کاله وړاندې په کندهار ښار کي د مولوي صالح محمد کندهاري، په مشري له چاپه راووته. خو د دغې ورځپانې لوستونکي وایي چې اوس په دې پاڼه کې زاړه او تکراري مضمونونه خپریږي.

https://p.dw.com/p/15Ypz
انځور: DW

که څه هم د طلوع افغان ورځپاڼې مرستيال عبدالله ستورى، وايي چې دغه ورځپانه د کندهار د تکړه لیکوالانو لیکنې چاپوي او ډیره غني وي خو یو شمیر لوستونکي ئې په دې اند دي چې د طلوع افغان په ورځپاڼه کې ډیر وخت زاړه مضمونونه خپریږي. د طلوع افغان یو لوستونکي وایي:

«هغه يو شميرمضامين چي درې ورځې پخوا موږ په انترنت کي لوستلي وي او يا هغه خبرونه چي موږ دوې ورځې مخکې د سيمه یيزو او نړيوالو رسنيو له لارې اوریدلي وي په طلوع افغان کي چاپیږي.»

طلوع افغان له ۹۱ کلونو راهیسې په کندهار کې چاپیږي
طلوع افغان له ۹۱ کلونو راهیسې په کندهار کې چاپیږيانځور: DW

ښاغلی ستورى په دې هکله وایي چې طلوع افغان د رنګه چاپ له پاره کابل ته ليږي او کله چي بيرته له کابل څخه کندهار ته رارسيږي نو په خبره ئې يو څه وخت تيروي:

«په کندهار کي داسې چاپي مطبعه نه سته چي رنګه اخبار دې چاپ کړي نو د دې ستونزې له امله موږ اخبار کابل ته ليږو چي بيرته له هغه ځايه رارسيږي خامخا ځنډيږي. دا زموږ مجبوريت دئ بله چاره نه لرو.»

د طلوع افغان ستونزې

عبدالله ستورى وايي چې اوس نه يوازې د طلوع افغان تشکيل د پخوا په پرتله لږ دئ بلکې تر اوسه پورې د مسئول مدير، د وېشلو پوره کسان او د قلمي همکارانو له پاره د حق الزحمې نه شتون هغه څه دي چي د دوى کارونه ئې له خنډ سره مخامخ کړي دي. هغه وایي چې د ورځپاڼې د رنگه پاڼو د چاپ لگښت د یوې غیر دولتي ادارې پر اوږو دئ.

خو ستوری د طلوع افغان راتلونکې ته خوشبینه دئ او وایي چې په راتلونکې کې به د هغوی د کار کیفیت لوړ شي.

طلوع افغان په افغانستان کې لومړۍ پښتو ورځپاڼه ده. دې ورځپاڼې په خپل ۹۱ کلن سفر کې د ډیر شمیر تکړه لیکوالانو لیکنې خپرې کړي دي. اوس د دې ورځپاڼې کلیکسون د څیړونکو له پاره یو ډیر ښه مأخذ گڼل کيږي.

دا ورځپاڼه د خپل نزدې يوې پېړۍ عمر په ترڅ کي د بيلابيلو سياسي حالاتو تر اغيزې لاندې چاپ شوې ده. په یو شمیر سیاسي دورو کې طلوع افغان د اونيزې جریدې او ورځپاڼې په بڼه تر خپلو لوستونکو پورې رسيدلې ده. په ځینو سیاسي دورو کې خو د دغې ورځپاڼې چاپ په ټپه دریدلی هم دئ.

اوس دا تاريخي ورځپاڼه په اتو مخونو کې په اونۍ کي درې ځله د شنبې، يکشنبې اوپنحشنبې په ورځو د د ٣٠٠٠ ګڼو په تيراژ له چاپه راوځي.

د طلوع افغان ورځپاڼې چارواکي وايي چې دا ورځپاڼه ئې په کندهار، هلمند، زابل، اروزګان، نيمروز او کابل کې لوستونکي لري.

اوس په کندهار کي د طلوع افغان ورځپاڼې تر څنګ د «سور غر» او «ټاټوبي» اونيزې او د «تعليم الاسلام» مهالنۍ او «ځوانان» په نامه مياشتنۍ هم خپريږي. خو د «کندهار» په نامه دوې مياشتنۍ مجله چي د ١٣٣٣ کال راهيسې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا خپریده د نزدې يوه کال راهيسې نه خپریږي.

ابراهیم سپیڅلی/ کندهار
کتونکی: مسعود جهش