1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کي د تاريخي اثارو د ويجاړولو لړۍ

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۱۹, سه‌شنبه

د اسلامي دولت ترهگره ډله په عراق کې د تاریخي اثارو له منځه وړلو ته دوام ورکوي. د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، پر نړیوالې ټولني غږ کړی دی چې د «دغه د نفرته ډکه ترهگرۍ» ختمه کړي.

https://p.dw.com/p/1Enz0
انځور: picture-alliance/Nico Tondini/Robert Harding

نه د قرنونو جگړې او نه هم طبیعي مصبیتونه په دې وتوانیدل چې په عراق کې له څو پیړیو راهیسې ولاړ تاریخي اثار له منځه یوسي. خو اوس د اسلامي دولت ترهگري ډلي د دغو اثارو له منځه وړلو ته ملا تړلې ده.

دغي ډلي د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې د عراق موصل ښار تر خپل کنترول لاندي راوست او هغه یې په خپل اصلي مقر باندي واړوه. د «خورس آباد» تاریخي سیمه د دې ښار په ۱۲ کیلومتري کې پرته ده چې تر میلاد شاوخوا ۷۰۰ کاله دمخه د آشور پادشاهي قصر جوړ شوی وو. د رپوټونو له مخې د اسلامي دولت ډلې د دغه قصر پاته برخي هم الوزولي دي.

د عراق د توریزم او تاریخي اثارو وزیر شرشاب، پر نړیوالي ټولني باندي غږ وکړ چې په پوره ځواک سره د داعش یا اسلامي دولت ډلې پر ضد عمل وکړي.

د ملگرو ملتونو د عمومي منشي غبرگون

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، هم د تاریخي اثارو د هدفمند ویجاړولو پرضد غږ پورته کړی دی. هغه د یکشنبې په ورځ پر نړیوالي ټولني غږ وکړ چې د اسلامي دولت ډلي «له نفرته ډکه ترهگري» ختمه کړي. هغه په عین حال کې د تاریخي اثارو د قاچاق او غیر قانوني خرڅلاو د پای ته رسیدو غوښتنه هم وکړه. هغه ټینگار وکړ چې په هدفمنده توگه د تاریخي اثارو له منځه وړل یو جنایت دی.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په فيبروري میاشت کې يو پریکړه لیک ومنانه چې پکښې د تاریخي اثارو او نفتو د پلورني له لاري او همداراز د باج اخیستې له لاري د پیسو د ترلاسه کولو مخه باید ونیول شي.

هترا، له اشکانی دورې څخه یوازنی پاته شوی ښار

دا لومړی وار نه دی چې د اسلامي دولت ډله تاریخي اثار له منځه وړي. د ملگرو ملتونو د رپوت په حواله دې ډلي د هترا تاریخي ښار هم ویجاړ کړی دی. د دغه ښار نوم د یونسکو په نړیوال میراث کې شامل دی. دا چې دغه ښار څه وخت او څه ډول ویجاړ شوی دی په اړه یې بیلابیل رپوټونه ورکړل شوي دي.

د موصل په پوهنتون کې د تاریخي اثارو پیژندني د څانگې مشر ویلي دي چې ترهگرو د دغه ښار پاته شوي الوزولي دي. هغه وایي چې رامنځ ته شوی زیان د جبران وړ نه دی. خو له دې کبله چې دغه سیمه په بشپړه توگه د داعش یا اسلامي دولت تر کنترول لاندې ده، په اړه یې دقیق معلومات په لاس کې نه شته.

د نمرود ښار ویجاړول

د تیرې پنجشنبې په ورځ د عراق د توریزم وزارت پخپله انترنتي پاڼه کې وویل چې اسلامي دولت د بلدوزرونه په واسطه د نمرود تاریخي ښار د ځینو برخو په ویجاړولو پیل کړی دی. دغه ښار د آشورې له امپراتورۍ څخه د پاته شویو پخوانیو ودانیو څخه دی.

د موصول د موزیم ویجاړول

تر دې دمخه داسې انځورونه خپاره شوي ول چې پکښې د داعش د غړو له خوا د موصل ښار د موزیم د اثارو د ویجاړولو بهیر ښوول کیده . په خپرو شويو ویدیوگانو کې د دې ډلي غړي د مارتولونو په واسطه داسي مجسمې ماتوي چې د ځینو قدامت یې آن ۳۰۰۰ کلونو ته رسیږي.

د هترا ښار معماري
د هترا ښار معماريانځور: picture-alliance/Bildagentur-online/Tips Images