1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کي پرمختګ دتعجب وړ دی

۱۳۸۷ تیر ۱۳, پنجشنبه

په عراق کي د زورزياتي چپه مخ پر نرمېدو دی او امريکايان ورته حيران پاته دي

https://p.dw.com/p/EVk6
عراقي ځوانان د خوشحالۍ پر مهال
عراقي ځوانان د خوشحالۍ پر مهالانځور: AP

د امريکا د متحده ايالتو د بروکنګ د انستيتوت څخه عراق پوه ميخاييل او هانلون نوی په دې اخيرو وختوکي عراق ته تللی و او هلته يي د پرمختګونو څخه د نژدې کتنه کړې. او وايي چي په عراق کي پرمختګ د تعجب وړ دی.

نوموړی وايي د هغه وخت راهيسي چي موږ په عراق کي خپل ځواکونه پياوړي کړی دي دملکي کسانو پر ضد په زور زياتي کي په سلو کي 80 کمی راغلی. دا د هغو څېړنيزوادارو چي په دې برخه کي کار کوي او امريکايي پوځ او عراق حکومت جاج اخستنه ده.

د جون په مياشت کي په عراق د امريکا تر قوماندې لاندي د نړيوالو ځواکونو 31 تنه وژل سوي او په افغانستان کي 45 تنه. په عراق کي د زورزياتي چپه مخ پر نرمېدو دی او امريکايان ورته حيران گوري.

له عراق څخه د امريکايي عسکرو د ايستلو تودې غوښتني ورو ورو سړيږي او د عراق څخه د ورځنيو دردونکو پيښو رپوټونه مخ پر کمېدو دي.

د امريکا د جمهوري رياست لپاره کانديد بارک اوباما
د امريکا د جمهوري رياست لپاره کانديد بارک اوباماانځور: AP

د امريکا د متحده ايالتونو په انتخاباتي مبارزو کي دا حالت دموکرات کانديد بارک اوباما د کړکېچ سره مخامخ کوي.

ده هوډ کړی دی، چي د امريکا د هيواد مشر په توگه تر ټاکل کېدو وروسته بايد د 16 مياشتو په اوږدو کي ټول امريکايي عسکر له عراق څخه وتلي وي.

عراق پېژندونکی اوهانلون وايي: دا به يوه لوغلطي وي. په چټکتيا سره دا کار به د تېرو مياشتو لاس ته راوړني او برياليتوبونه له خطر سره مخامخ کړي. اوباما ښايي لږ څه د خپل دريز په برخه کي فکر وکړي. کانديد اوباما تر اوسه پورې خوله پټه نيولې او د عراق په برخه کي کم واکه کيږي.

خو اوباما په دې اټکل کي بيا حق په جانب گڼل کيږي، چي د افغانستان لانجې ته د زياتو امريکايي عسکرو ضرورت ليدل کيږي.

د امريکا د پوځ وزير رابرت گېټس له مياشتو مياشتو راهيسي همدا گواښ کوي چي افغانستان ته بايد نور سرتيري واستول سي چي په دې ترځ کي امريا3500 نور سمندري سرتيري ورلېږلي، او اروپايي هېوادونو هم خپله برخه ډيره کړې ده. خو گېټس وايي چي، دا کفايت نه کوي.

کېټس وايي: (اولسمشر په بخارست کي د ناټو په سرمشريزه غونډه کي ژمنه کړې، زموږ په دې انتظار يو چي د2009 مېلادي کال په اوږدو کي به نور عسکر هم افغانستان ته استوو.)

د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس
د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټسانځور: AP

خو ډير عسکر هغه وخت افغانستان ته استول کيدای سي، چي له عراق څخه راوايستل سي. امريکا بايد د خپلو نظامي امکاناتو سره ډېر احتياط وکړي:7 کاله د افغانستان او 5 کاله د عراق جگړې د دوی پوځ د خپل قدرت آخري حد ته رسولی دی.

برسېره پردې ښکاري چي يوازي پوځ کفايت نه کوي. د پوځ وزير گيټس په ډاگه کوي چي، امريکا د بيارغوونکو چارو او اقتصادي پرمختيا په برخو کي هم د پرسونل کمبود لري: (د سړې جگړې په حساسو وختوکي د پرمختيايي چارو د پاره زموږ ادارې 16000 کارمندان درلودل. نن ورځ دا شمېر 3000 تنه دئ.

هغه اداره يو وخت د دې لپاره جوړه سوې وه، چي کارپوهان پرمختيايي ملکونو ته واستوي. دوی کرهڼيزي چاري او دولتي ادارې څارلې. اوس داسي کارپوهان نه لرو)

کار پوهان اوس هم په دې نظر دي چي داسي هيوادنو لکه عراق او افغانستان ته اوس هم بايد داسي کار پوهان ولېږل سي چي دولتي ادارې کرهڼيزي چاري و څاري، ځکه د هغو په نظر په افغانستان کي تر مخالفو وسلوالو ډلو ډير لوی خطر اداري فساد دي چي دولت او ټولنه يي د چلنجونو سره مخامخ کړي دي.