1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کي ۸۰ تنه يزيديان قتل عام سوي دي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۲۵, شنبه

د عراق په شمال کي د اسلامي دولت ډلي له خوا د يزيديانو نزدې ۸۰ تنه نارينه وژل سوي او د هغوی ښځي او کوچنيان تښتول سوي دي. دغه خبر تر اوسه پوري د خپلواکو سرچينو له خوا تائيد سوی نه دی.

https://p.dw.com/p/1Cvif
انځور: Reuters

رويترز خبري آژانس د جمعې په ورځ د عراقي کردانو د دوو رسمي مقامونو او د دغه هيواد په پارلمان کي د يزيديانو د وکيل په حواله ليکلي دي چي د سجنار غرنۍ سيمه په اطرافو کي «اسلامي دولت» نومي وسله والي ډلي ۸۰ تنه يزيديان قتل عام کړي دي.

د کردانو يوه لوړ پوړي چارواکي هوشيار زيباري رويترز خبري آژانس ته ويلي دي: «دوی د جمعې په ورځ ماسپښين په خپلو موټرو کي راغلي او په وژلو يې پيل کړی دئ.» هغه زياته کړې ده: «موږ ډاډه يو چي دا کار د اسلامي دولت ډلي د هغه هوډ له مخي کړی دی، چي يزيديان دي يا اسلام ومني يا به وژل کيږي.»

د يزيديانو يوه وکيل او د عراقي کردانو يوه لوړپوړي چارواکي دغه خبره تائيد کړې ده، او ويلي يې دي چي افراطيانو کوچنيان او ښځي له ځانونو سره بېولي دي.

د فرانسې خبري آژانس هم د يزيديانو په حواله دې ته ورته خبر ورکړی دی او ليکلي يې دي چي د اسلامي دولت جنگياليو حتي نوي زېږېدلي کوچنيان لا له ځانه سره وړي دي.

د عراق په شمال کي د اسلامي دولت وسله والي ډلي پرمختگ او د کردانو سيمو ته د هغوی ور نژدې کېدل د دې سبب سول چي امريکا متحده ايالات په ۲۰۰۱م کال کي پر عراق باندي تر يرغل وروسته اوس بيا هوايي بمبارۍ پيل کړي دي.

د عراق په شمال کي د دغي افراطي ډلي په پرمختگ سره په زرونو يزيديان او عيسويان دې ته مجبوره سول چي له خپلو سيمو څخه وتښتي.

د اسلامي دولت ډلي له بيري څخه تېښته
د اسلامي دولت ډلي له بيري څخه تېښتهانځور: Reuters

د عراق په پارلمان کي د يزيديانو استازي مهامه خليل ويلي دي چي له هغو کسانو سره چي له دغي پيښي ژوندي پاته دي خبري کړي دي. د هغه په خبره کليوالو ويلي دي چي دغي وژني تقريباً يو ساعت وخت ونياوه.

د مجاور کلي يوه اوسېدونکي د اسلامي دولت ډلي د يوه وسله وال هغه جزئيات چي د دغي عام وژني په اړه يې ده ته ورکړي دي، بيان کړي دي. هغه وويل: «د اسلامي دولت يوه وسله وال ماته وويل چي دوی پنځه ورځي تلاښ وکړ چي دغه کليوالي خلک اسلام ومني.» هغه زياته کړه: «د دغي ډلي جنگياليانو وروسته بيا نارينه راټول او په مرميو سره ووژل. ښځي او کوچنيان يې کېدای سي [نينوا ايالت] ته بېولي وي. دا ځکه چي دغه ايالت د دوی مرکز دئ.»

دغه څرگندوني د خپلواکو سرچينو له خوا تر اوسه پوري تائيد سوي نه دي.