1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کې د ۳۶ کسانو اعدام

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ شهریور ۱, دوشنبه

د عراق دولتي چارواکو ویلي دي چې د یکشنبې په ورځ یې ۳۶ کسان په دې جرم اعدام کړي دي چې له داعش ترهګرې ډلې سره د سونو سرتیرو په وژلو کې ګډون کړی وو.

https://p.dw.com/p/1Jmhl
انځور: Reuters

د آلمان خبري آژانس ویلي دي چې د المدي پریس خبري بنسټ د عراق د عدلیې وزیر حیدر الزاملي، په حواله لیکلي دي چې ۳۶ نارینه د عراقي سرتیرو په وژنه کې د ښکیلتیا په جرم د یکشنبې په ورځ اعدام شوي دي.

اسوشیتد پرس خبري آژانس هم «ذي فار» ښار، چې دغه اعدامونه پکې ترسره شوي دي، د یوه چارواکي یحیی النصري، په حواله لیکلي دي، چې د اعدا حکم د عراق په سویل کې د ناصریه په زندان کې پلي شوی دی.

د عراق دولتي تلویزیون هم دغه خبر اعلان کړی دی.

تیره اوونۍ د اعراق د جمهور رئیس فواد معصوم، اعلان کړی وو چې د داعش په لاس د عراقي سرتیرو د وژنې په تړاو د یو شمیر کسانو د اعدام حکومونه لاسلیک شوي دي.

په تیرې فبروري میاشت کې د عراق په پلازمینه بغداد کې يوې محکمې د ۳۶ کسانو د اعدام حکم صادر کړی وو. ويل شوي ول چې دغو کسانو په ۲۰۱۴م کال کې د څه نا څه ۱۷۰۰ عراقي سرتیرو په عام وژنه کې لاس لاره.

د ۲۰۱۴م کال په اوړې کې د داعش جنګیالیو پر تکریت ښار باندي برید وکړ. هغوی په دغه برید کې ۱۷۰۰ عراقي سرتیري اسیر ونیول او وروسته یې ووژل.

د تیر کال په پیل کې د عراق پوځ د تکریت ښار بیرته ونیوه، او په دې ښار کې یې هغه ډله ایز قبرونه وموندل چې په کې په سونو سرتیري ښخ شوي ول.