1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کې چاودنو لږ تر لږه ۵۰ تنه وژلي دي

۱۳۹۴ مهر ۱۴, سه‌شنبه

په عراق کې د موټر بم چاودنو له کبله لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي او تر سلو زیات بیا ټپیان شوي دي. لږ تر لږه د یوې چاودنې پړه افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر غاړه اخیتسې ده.

https://p.dw.com/p/1GjAx
انځور: Reuters/K. al-Mousily

لکه څرنگه چې پولیسو خبر ورکړی دی یوازې د پلازمینې بغداد په شمال ختیځ کې د الخالص ښار د گڼې گوڼې په یوه ډک مارکیټ کې د یوه موټر بم چاودنې له کبله ۳۵ تنه وژل شوي دي. د بغداد په شمال کې پروت د حسینیه په ښار کې یوه بله موټر بم چاودنه شوې چې د پولیسو او روغتیا پالو د وینا له مخې د ۱۲ کسو ژوند یې اخیستی دی.

د زبیر په نوم ښار کې هم د یوه مشهوره مارکیټ تر څنگ چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې ۱۲ تنه وژل شوي دي. د دغې برید مسوولیت افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر غاړه اخیستی دی. تر اوسه دغه ترهگره ډله د دغه هیواد په سویل کې چې زیاتره په کې شیعه مذهبه مسلمانان میشت دي کمه فعاله وه.

«اسلامي دولت» د یوې سني مذهبه قبیلي ۷۰ تنه وژلي دي

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د عراق په لویدیځ کې اسلامي دولت، ډلې د یوې سنې مذهبه قبیلي ۷۰ تنه چې د دوی په بند کې ول، وژلي دي. د البو نمر د قبیلي شیخ نعیم الکاود ویلي دي چې دغه کسان چې په کې ماشومان هم شامل دي د رمادي ښار ته څیرمه تښتول شوي وو. د انبار ولایت د نوموړې افراطي ډلې پوخ سنگر گڼل کیږي. له میاشتو راهیسې د عراق پوځ په دې هڅه کې دی چې رمادي او نورې سیمې د تندلارو له ولکې آزادې کړي خو دغو هڅو کومه نتیجه نه ده ورکړې.

همدا تیر کال ترهگرې ډلې اسلامي دولت، د البو نمر قبیلي سره تړاو درلودونکي په سلونو کسان وژلي وو، ځکه چې دغې قبیلې د عراق له پوځ څخه ملاتړ کاوه. الکاود خبرداری ورکړی دی که چیرې دغه ولایت له نوموړې ډلې څخه آزاد نه کړی شي، نو په وینا یې د دغې قبیلې نور په سلونو خلک د مرگ له خطر سره مخامخ دي.