1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عربي اماراتو کي د مور په شيدو د کوچني تغذيه اجباري سوه

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۱۳, یکشنبه

عربي اماراتو داسي قانون تصويب کړی دی چي له مخي يې مېندي مجبوره دي تر دوه کلنۍ پوري خپل موناني (نوی زېږېدلی) ته د مور شيدې ورکړي. د مور د انکار په صورت کي پلار کولای سي محکمې ته شکايت وکړي.

https://p.dw.com/p/1B1XC
انځور: Fotolia/evgenyatamanenko

د متحده عربي اماراتو حکومت «ملي فدرالي شورا» داسي يو قانون تصويب کړی دی چي مېندي دې ته مجبوره کوي چي خپل مونانی په خپلو شېدو سره تغذيه کړي.

په دغه بې ساري قانونه کي راغلي دي چي که يوه مور له دې څخه انکار وکړي چي خپل مونانی (نوی زېږېدلی) په خپلو شيدو سره نه تغذي کوي پلار حق لري چي محکمې ته شکايت وکړي. دغه قانون د هغو هڅه يوه برخه ده چي په دغه عربي هيواد کي د «مونانيانو د ملاتړ» په برخه کي کيږي.

خو د دغه هيواد د ټولنيزو خدمتونو وزيره مريم الرومي، چي د دغي طرحي يوه له مخالفانو څخه ده، ويلي دي چي قانون جوړونکي عملاً دې ته لار پرانيزي چي پلرونه په يوه بهانه نه يوه بهانه باندي شکايت وکړي. هغې دغه قانون کورني تاوتريخوالي ته لمن وهل ياد کړ.

دا په داسي حال کي ده چي د دغه قانون پلويانو بيا دغه طرحه د کوچنيانو د حقوقو ساتل او د «اسلام ارزښتونو ته پايبندي» ښوولې ده.

دا لا تراوسه پوري روښانه نه ده چي دغه نوی قانون به په کومو شېوو سره پلی سي او قانون جوړونکي څرنګه غواړي چي دغه پروسه وڅېړي چي آيا يوې مور تر دوه کنلۍ پوري خپل موناني په خپلو شيدو تغذيه کړی دی که نه.

دغه قانون چي ډېر جنجال يې رامنځ ته کړی دی هغه مېندي چي خپلو مونانيانو ته د شېدو ورکولو توان نه لري معاف کړي دي. خو ټينګار يې کړی دی، دغه مېندي بايد د مونانيانو له پاره داسي ښځي استخدام کړي چي شيدې ورکړي.

قانون دا روښانه کړې نه ده چي دقيقاً کومي مېندي د شيدو ورکولو په برخه کي ناتوانه دي.

د متحده عربي اماراتو د ملي فدرالي شورا غړو ژمنه کړې ده چي داسي لاري چاري به برابري کړي چي ميندي وکولای سي دوه کاله خپل موناني ته خپلي شيدې ورکړي. هغوی دغه راز ويلي دي چي دغه قانون د مور او کوچني ترمنځ ژوري عاطفي اړيکي ټينګوي.

خو په منځنی ختيځ کي د بشري حقونو ټولنو پر دغه اقدام باندي نيوکي کړي او ويلي يې دي چي دغه قانون ښځي دې ته مجبوره کوي چي په کور کي کښېني. د ښځو د بشري حقونو فعالان وايي دغه قانون د هغو ښځو پر اعصابو باندي فشار زياتوي چي تازه ميندي سوي دي.

څېړني ښيی چي مونانیانو ته تر وچو شيدو د مور شيدې ورکول ډېري ګټي لري. څيني څېړني ښيي، هغه مونانيان چي د مور په شيدو تغذيه کيږي تر نورو يې جسمي او حتی روحي سلامتيا ښه بهتره وي.

دا لومړی وار دی چي يو هيواد داسي قانون تصويبوي چي له مخي يې مور خپل موناني ته د شېدو په ورکولو کي مجبوره وي.