1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غريبو هېوادونو کې د اقليم د ساتنې لپاره يو سلو شل ميليونه ايرو

۱۳۸۶ آذر ۱۹, دوشنبه

برلين: آلمان غواړی چې په نړې کې تر ټولو غريبو هېوادونو سره يو سلو شل ميليونه ايرو د اقليم د ساتنې لپاره مرسته وکړی.

https://p.dw.com/p/DKGi
انځور: AP

دغه خبره د آلمان د چاپيريال ساتنې وزير د اندونيزيا په بالې کې وکړه، چيرته چې د ملگرو ملتونو داقليم کنفرانس جوړ شوی.
د آلمان د چاپيريال ساتنې وزير سيگمار گابريل په دغه مهمه غونډه کې ټول صنعتي هېوادونه د غريبو هېوادونو سره د اقليم په ساتنه کې مالي مرستو ته راوبلل.

په دغه کنفرانس کې يو سلو اتيا هېوادونو گډون کړی دي او دغه ناسته به تر جمعې پوری دوام ومومی. د اقليم د ساتلو اوسنئ پروتوکول چې د کيوتو پروتوکول په نامه هم ياديږی تر کال دوزره دوولس پورې دوام کوی.