1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزني کي د انډورينګ فريډم په عملياتو کي 8 کسه پوليس وژل سوي دي

۱۳۸۶ بهمن ۴, پنجشنبه

نن يوې جاپانۍ کښتۍ د هند د بحر پر خوا حرکت وکی ، تر څو په افغانستان کي د متحده ايالاتو په رهبرۍ سره ...

https://p.dw.com/p/DK7H
د هند په بحرکي جاپانۍ کښتۍ
د هند په بحرکي جاپانۍ کښتۍانځور: AP

د ترهګرۍ ضد عملياتو- انډورينګ فريډم Enduring Freedom سره لوژيستيکي مرسته وکي . د جاپان د صدراعظم مرستيال نابوتاکا ماشېمورا، وويل چي جاپان کولای سي ، بيرته د ترهګرۍ ضد عملياتو کي برخه واخلي .

حکومت څه وخت مخکی د انډورينګ فريډم Enduring Freedom په عملياتو کي د برخي اخيستو له کبله يو قانون تصويب کي ، چي که څه هم هغه سنا رد کړی دی .

د بلي خوا په نوو جنګونو چي د غزني په ولايت کي رامنځته سوي دي ، لږتر لږه 8

نفره پوليس او دوه تنه ملکي کسان وژل سوي دي . دوی د متحده ايالاتو په رهبرۍ سره د انډورينګ فريډم Enduring Freedom په عملياتو کي برخه درلوده . ويل کيږی چي دغه کسان کيدای سي د ناټو د هوايي عملياتو په نتيجه کي وژل سوي وي .

د افغانستان په جنوب کي بيا د ناټو يو عسکر وژل سوی او دوه تنه نور زخميان سوي دي .