1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزني کي ۱۳ تنه محلي پوليس وژل سوي دي

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ فروردین ۳۰, جمعه

د غزني محلي چارواکي وايي، چي وسله والو طالبانو ۱۳ تنه محلي پوليس په خپله پوسته کي د خوب پرمهال وژلي دي. د دغه ولايت دولایتي شوار غړي وايي وژل سوي کسان د طالبانو پرضد پاڅونکوونکي.

https://p.dw.com/p/18JRv
Polizeikonvoi in Ghazni, Afghanistan. Copyright: DW/Qadir Wafa September, 2012, Ghazni
Sicherheit in Ghazni Afghanistanانځور: DW

دغه پيښه د جمعې په شپه (۲۰۱۳ کال د اپريل ۱۸) د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کي رامنځ ته سوې ده. انډ هغه ولسوالي ده چي په افغانستان کي په لومړي وار د طالبانو پرضد وسله وال پاڅون پيل سو.

د اندړو ولسوال محمد قاسم دسيوال د دغو کسانو وژنه تائيد کړې ده. هغه د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «دغه پوليس بيده ول، چي پر پوستې باندي ئې وسله والو طالبانو يرغل وکړ او هغوی ئې ووژل.»

د غزني والي موسی خان اکبرزاده هم د قربانيانو شمېر تائيد کړی دئ، او ويلي ئې دي، چی د پيښي د څېړني له پاره ئې د اندړو ولسوالۍ ته يو پلاوی لېږلی دئ. خو د غزني ولايت د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع دويچه ويله ته وويل، چي وژل سوي کسان «د طالبانو پرضد پاڅون کونکي» دي.

دا لومړی ځل نه دی چي د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کي په ډله ييزه توگه محلي پوليس وژل کيږي. د روان عيسوي کال د فيبرورۍ مياشتي په دوهمه نيمايي کي هم ۱۷ تنه محلي پوليس تر مسمومېدو وروسته وژل سوي ول.

دا په داسي حال کي ده چي په دغه ولسوالۍ کي دوې مياشتي دمخه په سوو تنو ځايي خلکو د محلي پوليسو د لغوه کېدو په تړاو مزاهره کړې وه. د ځايي اوسېدونکو په خبره سيمه ييز پوليس له خلکو سره سم چلند نه کوي او له دوی څخه په زور ډوډۍ غواړي. خو د غزني چارواکو بيا ويل چي دې خلکو د طالبانو د فشار له امله مظاهره کړې وه.

د ځانمرگو بريد کوونکو د نيولو اعلان

افغان امنيتي چارواکو د هيواد په ختيځ کي د پنځو تنو ځانمرگو بريد کوونکو د نيولو خبر ورکړی دئ. د هغوی په خبره دغه کسان چي د پنجشنبې په ورځ ئې په جلال آباد کي نيولي دي څلور تنه نارينه او ښځه ده.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي دغو کسانو له ځان سره وسلې، چاودېدونکي مواد او چاودېدونکي سدرۍ درلوېدې. دغه راز ويل سوي دي، چي دغو کسان له طالبانو او حقاني شبکې سره تړاو لاره او غوښتل ئې چي په جلا اباد او کابل کي پر ملکي اهدافو باندي يرغلونه وکړي.

دا په داسي حال کي ده چي په افغانستان کي د سره صليب نړيوالي کمېټي په دغه هيواد کي د هوا په گرمېدو سره د امنيتي پيښو د ډېرېدو خبر ورکړی وو.