1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزني کي ۱۷ تنه محلي پوليس وژل سوي دي

قدير وفا/ غزني۱۳۹۱ اسفند ۹, چهارشنبه

د غزني محلي چارواکي وايي، چي د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کي د چهارشنبې په شپه ۱۷ تنه محلي پوليس تر مسمومېدو وروسته وژل سوي دي. د دغه ولايت د ولايتي شورا د مرستيال په خبره دغه کار د پوليسو د يوه تن همکار له خوا سوی دئ.

https://p.dw.com/p/17mgg
انځور: DW/G.Wafa

ويل کيږي چي دغه کسان تر مسمومولو وروسته په يوه وسله واله نښته کي وژل سوي دي. دا په داسي حال کي ده چي دوې اوونۍ دمخه هم په دغه ولسوالي کي ۹ تنه محلي پوليس د خپل يوه انډيوال له خوا مسموم سوي ول چي د دوو تنو روغتيايي حالت ئې د انديښنې وړ وو. د غزني ولايت چارواکي دغه پېښه تائيد وي او وايي چي دا يو توطیه وه.

د غزني ولایت والي محمد موسی اکبرزاده، وایي چي د یو شمیر کسانو د توطیې په پایله کې د سیمه ییزو پولیسو ۱۰ تنو سرتیرو او اوو تنو ملکي وګړو د اندړو ولسوالۍ په عبدالله ګل سیمه کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.

ښاغلي اکبرزاده دا خبره تائید او یا هم رد نه کړه چې دغه کسان مسموم شوي دي او که نه. خو هغه ټیګار وکړ چې پېښه د یوې توطیې په نتيجه کي رامنځ ته سوې ده. د هغه په خبره تر دغي پېښي وروسته د سیمه ییزو پولیسو درې تنه سرتیري تښتېدلي دي.

اکبر وویل چې د پېښي د پلټڼي په موخه د دولتي ارګانونو یو پلاوی په کار ګومارل سوی دئ او سیمه ته یې استولی دئ، چي هر څه له نزدې وگوري.

له بلې خوا د غزني په ولایتي شورا کې د اندړو ولسوالۍ استازی وایي چي د سیمه ییزو پولیسو دوو تنو غړو خپل ۱۷ ملګري وژلي دي او بیا له سیمي څخه تښتېدلي دي.

تر دې دوه ورځي دمخه د اندړو ولسوالۍ په سوو تنو اوسیدینکو مظاهرې وکړې، چي په سیمه کې ئې د سیمه ییزو پوليسو د لغوه کیدو غوښتنه کړې وه.

هغو ادعا کړې وه چې سیمه ییز پولیس په دغه سیمه کي له خلکو سره سم چلند نه کوي. مظاهره کوونکو دغه راز ادعا کړې وه چې سیمه ییز پولیس په زور خلک دې ته مجبوروي چې ورته ډوډۍ برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي ول چې د اندړو ولسوالۍ دغو اوسیدونکو د طالبانو د فشار په خاطر مظاهرې کړي وې.