1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کي د جگړې پای نه ښکاري

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۸, چهارشنبه

اسرائيلي پوځ په غزې تراډي کي د هدفونو بمبارولو ته ادامه ورکړې ده. د تلفاتو شمېر نور هم زيات سوی دی. خو حماس وسله واله ډلي بيا هم پر خپلو غوښتنو باندي ټينگار ته دوام ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1CmA6
انځور: AFP/Getty Images

په غزې تراډه کي د جگړې په څلورمه اوونۍ هم د تاوتريخوالي د کمښت څرک نه ښکاري. د اسرائيلو پوځ د چهارشنبې ورځي په سهار وختي په غزه کي پر څو هدفونو باندي بمبار وکړ. د اسرائيلو د معلوماتو له مخي په غزه کي د «افرطيانو» پرضد جگړې د ۲۳ ورځي په سهار د تروريستانو څو هدفونه بمبار سوي دي.

په فلسطين کي د ژغورونکو ډلو وياند اشرف القدره، د معلوماتو له مخي د غزې په شمالي برخه «جباليا» سيمه کي د ملگرو ملتونو په يوه مکتب کي د کډوالو پر کمپ په بمبار کي ۲۰ تنه انسانان وژل سوي او تر ۵۰ زيات ټپیان سوي دي. خو ملگرو ملتونو بيا د ۱۶ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د غزې پر يوه بله سيمه باندي د اسرائيلو پوځ د عملياتو په ترڅ کي د فلسطينيانو د معلوماتو له مخي ۱۱ کسان وژل سوي او ۲۰ تنه نور ټپيان سوي دي. په اسرائيلو کي هم د توغنديو د توغولو د خطر زنگونه وهل سوي دي.

حماس د اوربند له راپوره انکار کوي

له بلي خوا د اوربند د رامنځ ته کېدو په اړه يو وار بيا ناهيلي پيدا سوي. د حماس ډلي پوځي رهبر اوربند د اسرائيلو د تعرضي عملياتو له ختمېدو سره تړلی بللی دی. د حماس د وسله والي ډلي مشر محمد ضيف، په يوه اوډيو کي چي د حماس تلويزيون له خوا خپره سوې ده ويلي دي چي ټولي کلابندۍ بايد ايسته سي بيا به د اوربند خبري کوو. په غزه کي د جگړې له پيل راهيسي دا لومړۍ وينا ده چي د حماس د وسلي والي ډلي «قسام» مشر يې کوي.

په غزه کي د جگړې له پيل راهيسي تر ټولو په خونړي او ويرانونکي بمبار کي چي د سه شنبې په ورځ تر سره سو، په دغه سميه کي يې يو وحشت او ستري نااميدۍ رامنځ ته کړي دي. په غزه کي روان حالت له خلکو څخه لار و ليکه ورکه کړې ده. ډيرو اوسېدونکو د ملگرو ملتونو بېړنيو کمپونو ته پناه ور وړې ده. د ملگرو ملتونو يوه وياند ويلي دي چي د دوی په کمپونو کي د کډوالو شمېر ۲۰۰۰۰۰ انسانانو ته رسېدلی دی چي يوازي په يوه ورځ کي ۲۰۰۰۰ کسانو پناه ور وړې ده.

د ملگرو ملتونو په ښوونځيو کي د وسلو زېرمي

خو هلته هم څوک خوندي نه دي. د ملگرو ملتونو کارکوونکو په يوه ښوونځی کي چي کمپ يې پکښي جوړ کړی دی د وسلو زيرمه موندلې ده. دا په تيرو دوو اوونيو کي دغه شان د وسلو دريمه زيرمه ده چي موندل کيږي. نړيوالي ټولني د دغه شان کارونو پړه د فلسطين پر وسله والو اچوي او وايي چي «دوی زموږ بې طرفۍ نقض» کړې ده. له دغه ښوونځي څخه اوس استفاده نه کيږي.

د اسرائيلو پوځ په وار وار تر يوه لنډ خبرداري وروسته هغه ښوونځي او مسجدونه چي ورباندي د وسلو د زيرمو شک کيږي بمبار کړي دي.

د سه شنبې په ورځ په غزې تراډه کي د برېښنا د توليد يوازنۍ فابريکې ته هم په بمونو سره اور ورته سو. بې له دې هم د غزې تراډي په ډيرو برخو کي برېښنا په ساعتونو ساعتونو نه وي. د دغي پيښي پړه په جگړه کي ښکېلي غاړي يو بربل باندي اچوي.

پر غزې باندي د اسرائيلو د تعرضي عملياتو له پيل راهيسي د فلسطين د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخي تر اوسه پوري تر ۱۲۰۰ زيات انسانان وژل سوي او نزدې ۷۰۰۰ کسان ټپيان سوي دي. د اسرائيلو د معلوماتو له مخي د دوی له اړه تر اوسه ۵۳ عسکر او دوه ملکي کسان وژل سوي دي.

د ملگرو ملتونو د مرسته رسولو ټولني (UNRWA) د معلوماتو له مخي د دوی پنځه تنه کار کوونکي هم وژل سوي دي.