1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کي يو اړخيزه اوربند اعلان سوی

۱۳۸۷ دی ۲۹, یکشنبه

د اسراییلو لومړي وزیر، ایهود اولمرت په بیت المقدس کي وويل د اسراييلو حکومت پريکړه وکړه چي په غزه کي بايد اوربند اعلان سي او په سيمه ايز وخت د شپې پر دوې بجې اور بند پيل سو..

https://p.dw.com/p/GapK
فلسطيني ماشومان په غزه کي د جکړې د بندولو د غوښتني پر مهال
فلسطيني ماشومان په غزه کي د جکړې د بندولو د غوښتني پر مهالانځور: AP

اولمرت وويل:«زه غواړم چي د غزې خلکو ته یو خاص عرض وړاندي کړم. یو ځل بیا غواړم چي تاسو ته ووایم چي اسراییل ستاسو دښمن نه دی. حماس ستاسو رښتینی دښمن دی. حماس زموږ دښمن هم دی. هغه یو تروریسیت سازمان دی. موږ اصلاً هیڅکله نه غوښتل چي چاته تاوان ورسوو، د غزې پر ولسي وګړو چي په جګړه کي يې لاس نه درلود، حمله وکړو. موږ ډیر خواشیني یو چي د اسراییلو د پوځ د ډیرو هلو ځلو سره سره، بیاهم ډیر زیاتو خلکو تاوان ولید. زه غواړم چي د اسراییلو د حکومت په استازیتوب د هر هغه یوه څخه بخښنه وغواړم چي په غزه کي په ناحقه لدې عملیاتو سره اغیزمن شوي دي.»

وروسته له هغه چي اسراییلو د حماس پر ضد د خپلو حملو د درولو اعلان وکړ، نن سهار په غزه کي د یو لړ تیت او پرک ډزو سره سره، یو حساس اوربند ټینګ شو، خو اسراییلي پوځ د جګړې په ډګر کي تر یوې مودې پوري د تیارسی په حال کي پاته کیږي.

د غزې په جګړه کي شاوخوا 400 ماشومان وژل سوي دي
د غزې په جګړه کي شاوخوا 400 ماشومان وژل سوي ديانځور: AP

عیني شاهدانو او د اسراییلو پوځ وویل چي له نوموړي اعلان څخه وروسته تر اوسه پوری پر فلسطیني خاورو باندي د کومي هوايي ببمارۍ او یا ځمکنيو ډزو رپوټ نه دی ورکړل شوی. که څه هم یو عیني شاهد وویل چي د فلسطیني وسلوالو او اسراییلي سرتیرو تر مینځ د رفح ښار ګوتي ته نژدې یوه نښته شوې ده، خو اسراییلي پوځ د دغه خبر نه دی تايدکړی.

د غزې د روغتیايي خدماتو کارکونکو په جګړه کي له دغي چوپتیا څخه په استفادې سره هغو سیمو ته ورغلل، چي جګړې پکښي ډيري تندي وې ترڅو ټپیان او مړي راوباسي. یوکار کونکي د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل:« موږ د جبالیه، بیا لحیه او تال ال هوا او د زیتون په سیمو کي په ټپیانو او مړو پسي ګرځو.»

د غزې د روغتیايي خدماتو د معلوماتو له مخه، په فلسطیني اړخ کي 1206 تنه وژل سوي چي په هغو کي څه د پاسه 400 يې ماشومان دي او څه د پاسه 5300 نور ټپیان سوي دي. د اسراییلو د روغتیايي خدماتو د وینا له مخه په اسراییلي اړخ کي درې ولسي وګړي او لس سرتیري وژل سوي . اسراییلو پرغزې باندي څه ناڅه 2500 هوايي او ځمکنۍ حملې وکړي. د غزې له خوا وسلوالو فلسطینیانو څه د پاسه 700 توغندی پر اسراییلو ور توغولي دي.