1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کي ۲۴ ساعته اوربند اعلان سو

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ مرداد ۲۸, سه‌شنبه

اسرائیلي او فلسطیني استازي د یوه دایمي اوربند د رامنځ ته کولو هڅي کوي. دا چې له وخت څخه استفاده وشي، دواړه اړخونه د یوه ورځني اوربند پر سر سره سلا شوي دي. دواړه اړخه پر خپلو دريځونو ټينگار کوي.

https://p.dw.com/p/1CwlW
انځور: Reuters

په اصل کې د غزې په جگړه کې اوربند پر سیمه ييز وخت د دوشنبې په شپه پای ته رسېدی. خو يوه لوړ پوړي فلسطیني چارواکي په قاهره کي ويلي دي چي اوربند د نورو څلورویشتو ساعتونو له پاره غځول شوی دی. د نوموړي چارواکي په وینا په دې هکله دواړه اړخونه یوه توافق ته رسیدلي دي. د هغه په خبره د مصر په پلازمېنه قاهره کې به د یوه دایمي اوربند د رامنځ ته کولو له پاره خبري اتري ادامه ومومي.

د اسرائیلو امنیتي کړیو د معلوماتو له مخې د اوربند په غځولو سره یې د مصر، چې په دغو خبرو اترو کې د منځگړتوب رول لري یوه غوښتنه منلې ده.

د اسرائيلو لومړي وزير بنیامین نتنېاهو، تر دې دمخه ویلي ول، چي که چيري يې پر هیواد بیا توغندی وتوغول شوې، په پوځ سره به یې «سخت ځواب» ورکړل شي. هغه د اسرائیلو له دفاع وزیر موشې یلون، سره په یوه ملاقات کې ویلي ول: «موږ د هرشان سناریو له پاره چمتووالی لرو(...) که چیري یو ځل بیا توغندي پېل شي، نو پوځ يې په پوره طاقت ځواب ورکولو ته چمتو دی.»

هغه زیاته کړې وه چې د جولای میاشتې پر اتمه نېټه د اسرائیلي پوځ پیل شوي تعرضي عملیات به تر هغه وخته ادامه پیدا کړي، څو د مطلقه «کراري او امنيت» هدف تر لاسه شوی نه وي.

همداشان د اسرائيلو د دفاع وزیر موشې یلون په خپلو څرگندونو کې ویلي ول چې شپږ اوونې ترمخه په غزې تراړه کې پیل شوي تعرضي عملیات لا پای ته رسېدلي نه دي.

سخت دریځونه

په قاهره کې اسرائيلي او فلسطیني استازي په غیر مستقیمو خبرو کې لا تر اوسه د یوه دایمي اوربند پر رامنځ ته کولو کومي هوکړي ته رسېدلي نه دي. د یوې اسرائیلۍ انټرنېټ پاڼې (Ynet) د معلوماتو له مخې اسرائیل، غزې تراړې ته د وارداتو د سخت کنترول غوښتنه کوي، څو د فلسطیني وسله والو ډلو د بیا وسله وال کیدو مخه ونیوله شي. دا په داسې حال کې ده چې حماس بیا دغه خبره ردوي او د غزې تراړي د کلابندۍ د ختمولو او د یوه سمندري بندر د جوړولو غوښتنه کوي.

په عین وخت کې فلسطیني رسنیو خبر ورکړی دی چې د فلسطین د خپلواکمني ادارې مشر محمود عباس، په نزدې راتلونکې کي قطر هیواد ته سفر کوي، څو د حماس ډلې له مشر خالد مشعل سره خبري وکړي. تمه کيږي چي محمود عباس به بيا وروسته قاهرې ته سفر وکړي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال د جولای میاشتي په سر کې د پېل شوي کړکېچ په ترڅ کې تر اوسه تر۲۰۰۰ زیات انسانان وژل شوي دي، چې ډيره برخه یې ملکي وگړي دي. له اسرائيلي اړخه ۶۴ سرتیري او درې ملکیان وژل شوي دي.