1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کې تاوتریخوالی ادامه لري

آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ شهریور ۲, یکشنبه

په غزه کې یوه لوړه ودانۍ چې ویل کیږي ۴۴ کورنیو په کې ژوند کاوه، د اسرائیلو تر سختو بمباریو وروسته ویجاړه شوې ده. په دغه برید کې ۱۷ تنه ټپیان شوي دي. له هغې وروسته له سوریې او لبنان څخه په اسرائیلو کې توغندي لگیدلي دي.

https://p.dw.com/p/1CztO
انځور: picture alliance/ZUMA Press

د اسرائیلو پوځ په غزه ښار کې پر یوې لوړې ودانۍ باندې دوه بمونه ورغورځولي او دغه ۱۳ پوړیزه ودانۍ یې له ځمکې سره هواره کړې. د ودانۍ اوسیدونکو ته دوه ساعته مخکې د خبرپاڼو او تلیفون له لارې د نوموړې حملې په هکله خبرداری ورکړل شوی وو، چې دغه ودانۍ خالي کړي. اسرائیلو په دغې ودانۍ کې د حماس د اسلامپالې ډلې د جنگیالیو د شتون گمان کاوه.

نه یوازې د نوموړې ودانۍ بلکه د غزې د تړانگې ټولو اوسیدونکو ته له اسرائیلي بریدونو څخه خبرداری ورکړل شوي وو. اسرائیلي هوایي پوځ خبرپاڼې واچولې چې په هغو کې د غزې پر اوسیدونکو غږ شوی وو چې له هغو سیمو څخه دې ځان لیرې وساتي چیرته چې زور پالونکي فلسطینیان توغندي توغوي. په خبرپاڼه کې راغلي دي: «هر هغه کور چې په پوځي مقصد ترې کار واخیستل شي، تر برید لاندي پریوځي.»

تیره شپه له سوریې څخه پنځه توغندي توغول شوي چې د رپوټونو له مخې د گولان په لوړو کې لگیدلي دي. د اسرائیلو پوځ خبر ورکړ چې توغندي په مختلفو ځایونو کې لگیدلي دي. د مرگ ژوبلو او یا د مالي تاوان په هکله کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی. اسرائیلو په ۱۹۶۷ کال کې له سوریې څخه د گولان لوړې ونیولې. د جون په میاشت کې له سوریی څخه د یوه برید وروسته چې مرگ ژوبلې یې رامنځ ته کړې وه، اسرائیلو د سوریې د پوځ پر ځینو مواضعو بمباري وکړه.

له سوریې څخه د نوو توغندي بریدونو یوازې څو ساعته وروسته د لبنان له جنوب څخه دوه نور توغندي د اسرائیلو په شمال کې ولگیدل. د اسرائیلو د راډیو د خبر له مخې په گالیلیه کې یو کور د دغه توغندي برید هدف گرځیدلی دی. ویل شوي دي چی د دغه برید له امله اته تنه سخت ویریدلي دي. د دغه بریدونو له کبله اسرائیلو د لبنان په جنوب کې د ملگرو ملتونو سوله ساتي ځواک «Unifil» ته شکایت کړی دی.

په تیره میاشت کې اسرائیل درې ځلې له لبنان څخه د تند لارو جنگیالیو تربریدونو لاندی ونیول شو. په تیرو وختونو کې له القاعدې سره تړاو درلودونکي یوې ډلې د داسی بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی وو.

په اوسني وخت کې د غزې په تړانگه کې د حماس راډیکاله ډله د هغو کسانو په تعقیب کې ده چې له اسرائیلو سره په پټه توگه همکاري کوي. د «مان» په نامه د خبري آژانس د یو رپوټ له مخې زور پالونکو فلسطینیانو څلور تنه نور کسان له اسرائیلو سره د همکارۍ په تور وژلي دي.