1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزې کې اووه ساعته اوربند اعلان شو

مسعود جهش (AFP, dpa, Reuters)۱۳۹۳ مرداد ۱۳, دوشنبه

اسرائیلي پوځ ویلي چې د دوشنبې په ورځ به یو اووه ساعته اوربند پلي کړي. دغه اوربند غزې ته د بشري مرستو د رسولو په موخه اعلان شوی دی. دا چې د جگړې ښکیل اړخونه به هغه مراعت کړي او که نه ښايي د وخت له تیریدو سره روښانه شي.

https://p.dw.com/p/1CoHQ
انځور: Reuters/Nir Elias

اسرائیلي پوځ د دوشنبې په ورځ یوه بیانیه خپره کړه چې په کې ویل شوي دي چې د همدې ورځې له ۰۷:۰۰ بجو څخه تر ۱۴:۰۰ بجو پورې به یو اوربند پلي شي. دغه اوربند د رفح سیمه څخه پرته د غزې تراړې په ډیرو برخو کې پلي کيږي. په دې سیمه کې اوس هم سرائیلي ځواکونه خپل عملیات پر مخ وړي.

ویل شوي دي چې دغه بشري اوربند به بیځایه شویو فلسطینیانو ته د خوراکي توکو د رسولو او بیرته خپلو کورونو ته د ستنیدو په برخو کې مرسته وکړي.

تر دې مخکې هم اسرائیل او حماس د یوه دري ورځینې اوربند پر سر سره موافقه کړې وه خو هغه تر پیلیدو یوازې څو ساعته وروسته مات شو.

نوی اوربند په غزې تراړه کې د اسرائیلي ځواکونو د عملیات له پیلیدو څخه څلور اوونۍ وروسته اعلانیږي. که څه هم اسرائیلي رسنیو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ډیر شمیر ځواکونو غزه پریښې ده، خو لا تر اوسه پورې پخپله اسرائیلي پوځ نه دي ویلي چې خپل ځواکونه له غزې تراړې څخه چې د حماس له خوا اداره کیږي راباسي.

ښوونځي ته نزدې توغندی لگیدلی دی

اسرائیلي پوځ د یکشنبې په ورځ دا خبره ومنله چې په رفح کې یې توغندي د ملگرو ملتونو یوه ښوونځي ته نزدې لگیدلي دي. په همدې ورځ په یوه برید کې لږ تر لږه ۱۰ فلسطینیان وژل شوي ول. د ملگرو ملتونو په دغه ښوونځي کې شاوخوا ۳۰۰۰ فلسطینیانو پناه اخیستې وه.

نړیوالو مشرانو دغه برید غندلی دی. د ملگرو ملتونو سر منشي بان کیمون، ویلي دي چې د برید مسوولین باید حساب ورکړي. د بان ویاند د هغه په حواله ویلي دي: «دغه لیونتوب باید پای ته ورسیږي.»

دا د یوې اوونۍ په جریان کې دویم ځل دی چې اسرائیلي ځواکونو ښوونځي به نښه کړي دي. تیره اوونۍ هم د ملگرو ملتونو پر یوه ښوونځي باندې د برید په پایله کې له لسو څخه ډیر فلسطینیان ووژل شول او تر سلو ډیر نور بیا ټپیان شول.

په غزې تراړه کې د روانې ۲۸ ورځنۍ جگړې په پایله کې له ۱۷۰۰ څخه ډیر فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره یې ملکي وگړي دي. په دې موده کې څو وارې د اوربندونو د رامنځ ته کولو هڅې شوې دي خو هغه بیا هر ځل ناکامه شوې دي. په دې جگړه کې همداراز ۷۰ اسرائیليان چې شاوخوا ټول یې پوځیان وو وژل شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب