1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزې کې درې وځینی اوربند اعلان شو

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ مرداد ۱۴, سه‌شنبه

د مصر په منځگړیتوب اسرائیلو او حماس پر یوه درې ورځني اوربند باندې موافقه وکړه. سربیره پر دې اسرائیلو له غزې څخه د خپلو سرتیرو د بشپړ ایستلو او په خپل هیواد کې د هغوی په «دفاعی حالت کې راوستلو» اعلان وکړ.

https://p.dw.com/p/1CouT
انځور: GIL COHEN MAGEN/AFP/Getty Images

په تل ابیب کې د اسرائیلو د حکومت ویاند مارک ریجیف، د سې شنبې په شپه دا خبره تصدیق کړه چې د مصر په منځگړیتوب د اسرائیلو او فلسطینینانو تر منځ پر یوه ۷۲ ساعته اوربند باندی موافقه شوې ده. رجیف وویل: «د مصر وړاندیز ومنل شو».

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نیتانیاهو، له دې مخکې له خپلې امنیتي کابینې سره سلا مشوره کړې وه. د غزې په روانه جگړه کې دغه ډول اوربندونه تر دې مخکې هم مات شوې دي.

له سیمې څخه رارسیدلي رپوټونه وايي چې «۷۲ ساعته اوربند د سه شنبې په سهار د سیمې په وخت په اوو بجو نافذ شوو.» د اوربند له پیل څخه لږ مخکې افراطي فلسطینیانو یو شمیر توغندي پر اسرائیلو وتوغول. د اسرائیلو په ډیرو سیمو کې د خطر تولې وغږول شوې.

د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند وویل چې پریکړه شوې ده چې د اسرائیلو ټول ځمکنې سرتیري له غزې څخه بیرته وایستل شي. دغه ویاند چې هویت ېې د رسنیو له خوا بربنډ شوی نه دی زیاته کړې ده: «پوځي ځواکونه به اوس له فلسطینی خاورو څخه بهر دفاعي حالت ته راوستل شي.» هغه زیاته کړه: «د تونولو د سیستم له لارې کوم گواښونه چې د اسلام پالو له خوا موجود وو له منځه تللي دي.»

اسرائیلي پوځ ویلی دي چې د غزې په تراړه کې د کابو یوې میاشتنې جگړې په ترځ کې ۲۳ تونلونه ویجاړ شوي دي. په ټولیزه توگه اسرائیلو په غزه کې پر ۴۸۰۰ هدفونو باندی حملې وکړې.

د اوربند په موده کې د مصر حکومت د شخړې له دواړو اړخونو څخه انتظار لري چی په قاهره کې د خبرو اترو میز ته کښیني. د فلسطینیانو مرکچیان چی په هغو کې د حماس استازي هم گډون لري د یکشنبې د ورځې راهیسې د مصر په پلازمینه کې دي. په لومړي سر کې اسرائیلو له دې څخه ډډه کوله چې قاهرې ته خپل استازی واستوي.

د اسرائیلو صدراعظم نیتان یاهو د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا پر دې ټینگار وکړ چې د اسرائیلو پوځي عملیات به «هغه وخت پای ته ورسیږی چې اسرائیلي وگړي له کرارې او امن څخه په دایمی توگه برخه من شي.» د اسرائیلو په جنوب کې د یوې پوځي کوماندو له مرکز څخه د لیدنې کتنې په وخت کې نیتانیاهو وویل: «پرته له دې به په غزه کې کمپاین دوام ولري.»

د غزې په تراړه کې ناورین

په غزه کې د حماس د تند لارې اسلام پالې ډلې پر ضد د اسرائیلو د پوځ د څلورو اوونیو حملو په نتیجه کې تر اوسه پوری څه د پاسه ۱۸۵۰ فلسطینیان وژل شوي دي چې ډیری ولسي خلک دي. د اسرائیلو په اړخ کې ۶۴ سرتیرو او دری تنه ولسي وگړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزې د شخړې لمن د دوشنبه په ورځ بیت المقدس ته هم اوږده شوه. یوه فلسطینی برید کوونکي د یوه کرین په واسطه پر مینی بس حمله وکړه او یو تن اسرائیلي یې وواژه. په دغه پیښه کې پنځه تنه نور کسان ټپیان شول. له هغې وروسته برید کونکی د اسرائیلو د پولیسو له خوا په دزو ووژل شو. په بیت المقدس کې دغې پیښې ته نزدې پر یوه اسرائیلی سرتیري باندې ډزې هم وشوې چې په پایله کې یې هغه سخت ټپي شو. پولیس د برید کوونکي په لټه کې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب