1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزې کې پنځه ورځنی اوربند پیل شو

مسعود جهش (AP, Reuters, dpa)۱۳۹۳ مرداد ۲۳, پنجشنبه

اسرائیل او حماس په غزې کې پر یوه نوي پنځه ورځني اوربند باندې موافقه کړې ده. که څه هم په لومړي سر کې دغه اوربند له ستونزو سره مخامخ شو خو تر پیلیدو څو ساعته وروسته بیا داسې ښکاریده چې هغه د دواړو غاړو له خوا مراعتیږي.

https://p.dw.com/p/1CuVe
انځور: Reuters

د دغه اوربند تر پیلیدو لا مخکې یو څه ستونزې رامنځ ته شوې. ویل کیږي چې د مخکیني درې ورځني اوربند تر پای ته رسیدو لږ مخکې فلسطیني یاغیانو پر اسرائیل باندې توغندي وتوغول. د اسرائیل پوځ هم د دغو بریدونو ځواب د هوايي حملو له لارې ورکړ. په دغو نښتو کې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

حماس ادعا کړې ده چې پر اسرائیلو باندې د توغندیو وروستي بریدونه د هغوی له خوا نه دي ترسره شوي. د دغې ډلې ویاند سامي ابو زهري، ویلي دي: «حماس نن ماښام پر اشغالگر [حماس اسرائیل ته د اشغالگر خطاب کوي] باندې د توغندیو برید بړه نه مني.»

د پنځه ورځو له پاره د وروستي اوربند د غځیدو پریکړه د مصر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړه. دغه هیواد د فلسطین او اسرائیل تر منځ د غیر مستقیم خبرو اترو له پاره لاره هواروي

اسرائیلو لا تر اوسه پورې د دغې پریکړې په اړه غبرگون نه دی ښولی.

د خبرو اترو له پاره چانس

مصر د دغه اوربند پر سر ځکه ټینگار کوي چې غواړي اسرائیل او فلسطین د یوې اوږد مهالې حل لارې پیدا کولو له پاره یو له بل سره د خبرو اترو لا ډیر مهلت وموندي. مصري چارواکو ویلي دي چې د دغه شان یوه تړون پر سر په خبرو کې اوس یو څه پرمختگونه شوي دي.

حماس د غزې د کلابندۍ د ختمیدو غوښتنه کوي. اسرائیلو دغه سیمه له ۲۰۰۷ کال راهیسې تړلې ده چې له کبله یې د غزې اقتصاد خراب شوی او د خلکو د تگ را تگ آزادي ډیره محدوده شوې ده.

اسرائیلو د جولای پر اتمه نیټه په غزې کې عملیات پیل کړل چې تر اوسه پورې یې په پایله کې ۱۹۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي. په وژل شویو کسانو کې ډیر شمیر ملکي وگړي هم شامل دي. د اسرائیلو له خوا بیا تر اوسه پورې درې تنه ملکيان او ۶۴ سرتیري وژل شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب