1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غور کي پرمختگ که «د قيامت نخښي»

۱۳۹۱ شهریور ۱۲, یکشنبه

غور چي د پراختيا له اړخه يو وروسته پاته ولايت دئ، د ښځو له خوا پکښې موټر چلول يو نوی او د تعجب وړ کار دئ. له ټولو ستونزو سره سره بیا هم د څه وخت را هيسي ښځي په ښار کي موټر چلوي.

https://p.dw.com/p/1624s
An Afghan woman drives a car in Ghor province in west of Kabul, Afghnistan 23.08.2012 Copyright: DW/Abu Jamal
Afghanistan Frauenانځور: DW/Abu Jamal

د غورولايت په مرکز چغچران ښار کي چي څوک د ورځي وګوري نو يو شمېر خلک له سړکانو څخه د تيريدو پرمهال چي موټر وويني ايښ پيښ ګوري او خوله ئې خلاصه پاته وي او د حرکته لوېدلي وي، دا په دې خاطر نه چي هغوی په ژوند موټر نه دئ ليدلی، بلکي په دې سبب چي ښځي موټر چلوي.

په غورولايت کي د ښځو له خوا موټر چلول په دغه ولايت کي يوه نوې پديده ده. يو شمېر خلک دغه پديده د قيامت يوه نخښه بولي، او يو شمېر نور بیا دا يو ډير عادي کار يادوي او وايي، چي دا د پرمختګ يوه بولګه ده.

د دغه ولايت د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ښځو د حقوقو د ملاتړ او پرختيا مسئوله داکتره عاقله شرف، وايي:«تر ډير وخت وروسته افغان ښځي يو وار بيا پر ځان باندي باوري سوي دي؛ د اماني دورې بدلونونو، د سردار محمد داود د اساسي قانون د لسيزي بدلونونو او... د ښځو پرځان باندي د باور پيدا کولو زمينې برابري کړي وې، خو وروستيو درو لسيزو جګړو هر څه له خاورو سره خاوري کړل. خو په تيرو لسو کلونو کي مختلفو قشرونو ته په ځانګړې توګه ښځو ته د پرمختګ زمينه برابره سوې ده.»

په هرحال، د ښځو د موټر چلولو په اړه دواړه اړخه، يعنی مخالف او پلويان ئې پر يوه ټکي باندي په يوه خوله دي، هغه دا چي د ښځو له خوا موټر چلول په غور کي تر يوه وخته پوري په عجا يباتو کي شمېر کيږي.

اغلې انوري وايي، دا د ښځو له پاره يو انقلاب دئ
اغلې انوري وايي، دا د ښځو له پاره يو انقلاب دئانځور: DW/Abu Jamal

دوه کيلومتره ډمبر سړک

د غور ولايت مرکز چغچران، داسي يو ښار دئ، چي نه پخوانی تاريخي شکل لري او نه هم د يوه ښار بڼه لري. دغه ښار څلور چوکونه لري. له دغو چوکونو څخه يو ئې هغه چوک دئ چي پر يوه منار باندي دايره را ګرځېدلې ده او اکثره رسنۍ ئې د غور ولايت له اړونده خبر سره تصور وړاند کوي.

چغچران يا ټول غور ولايت نزدې دوه کيلومتره ډمبر سړک لري. دغه کوڅو او سړکانو تر اوسه پوري د ترافيکي لوحو يا علامو په نامه نه څه ليدلي دي او نه ئې هم پيژني.

د دغه ولايت د ترافيکو آمر سيد محمد حسين خان وايي، چي د روان کال د مني ترپايه پوري به په ولايت کي لس کيلومتره سړک ډمبر سي او وروسته به ترافيکي علامې او لوحې د موټر چلوونکو د لارښووني له پاره ځوړندي سي.

د غور ولايت د ترافيکو آمر خلکو ته ډاډ ورکوي، چي د موټر چلولو د قانوني جواز د ترلاسه کولو په وخت کي به له هغوی سره په نظري او عملي برخه کي مرسته کوي او ټولو ته يعنی ښځو او نارينو ته به يو ډول امتياز ورکوي.

انځورونه ئې دلته کتلای سئ.

د دغه ولايت د ترافيکو په آمريت کي يوه ښځه چي ځان سارا را پيژني وايي، چي د دغه ولايت په يوه اداره کي کار کوي او اوس دلته د لايسنس د ترلاسه کولو له پاره راغلې ده. هغه وايي:

«پنځه کاله کيږي چي په غور ولايت کي ژوند کوم. کله چي اوس ګورمه چي ښځي پرته له کومو ستونزو په بازار کي موټر چلوي نو ما هم وپتېيله چي دلته راسم او د موټر چلولو ازموينه ورکړم. د موټر زده کړه نه يوازي په ورځني تګ راتګ کي کټمنه ده، بلکي د بيړنيو پيښو پرمهال ډيره مرسته کوي.»

که څوک د چغچران ښار په يوه جاده کي پنځه دقيقې ودريږي نو هرو مرو به يوه ښځه د موټر چلولو پر مهال وويني. د دغه ولايت د ولايتي شورا غړې انجيلا شريفي وايي، چي له ۱۳۹۰ کال راهيسي موټر چلوم خو تر اوسه پوري داسي نه ده پيښه سوې چي د نارينه موټر چلوونکي له خوا دي مزاحمت راته سوی وي.

له دوو کلونو راهيسي په غور کي ښځي موټر چلوي.
له دوو کلونو راهيسي په غور کي ښځي موټر چلوي.انځور: DW/Abu Jamal

خو يوه خبره د يادولو وړ ده، چي اکثره موټر چلوونکي ښځي يا دولتي کارکوونکي دي او يا هم د ولايتي شورا او يا د ښځو چارو رياست غړي دي.

د غور ولايت د ښځو چارو رئيسه معصومه انوري وايي، چي پنځه کاله دمخه ئې موټر چلول زده کړل او اوس له نزدې دوو کالو راهيسي موټر چلوي. دا وايي:

«په تيرو دوو کلونو کي په چغچران کي د ښځينه موټر چلوونکو په شمېر کي د پام وړ ډير والی راغلی دئ. اکثره هغه ښځي موټر چلوي چي په دولتي ادارو کي کار کوي يا د ولايتي شورا غړي دي. د پوهنتون يو شمېر محصليني هم خپل شخصي موټر چلوي.»

اغلې انوري وايي، چي کيدای سي په غورکي ښځينه موټر چلوونکي د ګوتو په شمېر وي، خو بيا هم «دا د ښځو په ژوند کي د يو ښه راتلونکې له پاره ستر اجتماعي انقلاب دئ.»

پر کابل سربيره د افغانستان په يو شمېر نورو ولايتونو لکه، بلخ، هرات او کندهار کي هم يو شمېر مېرمني موټر چلوي. په کندهار کي مېرمني يوازي په „عينو مېنه“ کي چي يو ښارګوټی دئ، دننه موټر چلوي او دباندي د راوتلو جرأت نه کوي.

په افغانستان کي په داسي حال کي د ښځينه موټر چلوونکو شمېر ورځ تر بلي زياتيږي، چي په سعودي عربستان کي ښځي اجازه نه لري چي موټر وچلوي.

ابوجمال/ جميل
کتونکی: نجيب الله زيارمل