1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غور کي ۳۰ زره کسان له لوږي سره مخامخ دي

شريف شرفيار۱۳۹۱ آذر ۲۸, سه‌شنبه

د غور ولايت چارواکي د سختو ژمنیو مشکلاتو خبر ورکوي او وايي، چي د ډیرو ولسوالیو لاري یې د ترافیکو پر مخ تړلي دي، د خوارکي موادو بيي ډيري لوړي شوي دي او خلک بېړنیو مرستو ته اړتيا لري.

https://p.dw.com/p/174Nw
انځور: DW

د غور ولايت وياند عبدالحی خطيبي وايي، چي په دغه ولايت کي د واوري د اورښت له اسيته د شپږو ولسوالیو لاري د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي، او خلک ئې له سختو ستونزو سره مخامخ دي او که بېړنيۍ مرستي ورسره و نه شي بشري ناورين به رامنځته شي.

خطيبي له دويچه ويله سره د تليفون پر ليکه وويل: «همدا اوس په غور کې هواه خرابه او واوري اوري، او له شپږو ولسواليو سره د مرکز لاري واورو بندي کړي دي او خلک له لوږي سره مخامخ دي.»

هغه زياته چي دوې ولسوالۍ تولک او ساغر د ملگرو ملتونو د يوې څانگي له خوا د فقر په حالت کې پیژندل شوي دي. په دغه ولسوالۍ کي ۶ زره تنه په داسي حالت کي ژوند کوي، چي لومړني خوراکي مواد هيڅ نه لري.

د هغه په خبره که اوس په دغه ولايت کي له نزدې دیرشو زرو کسانو سره د خوراکي موادو مرسته و نه شي د يوه بشري ناورين د رامنځته کېدو ويرشته.

د غور د والي وياند وویل، چي د ستراتژیکو مرستو په نوم زر ټنه غنم په دغه ولايت کي شته چي هغه د يوه ناورین یا هم د نرخونو د ډير لوړوالي پر مهال ويشلای شي. خو نور څه په لاس کي نه لري.

په غور کي د مدني ټولني یوه فعال، دویچه ویله ته د خلکو ورځنی ژوند له ډيرو ستونزو ډک وباله، او زياته يې کړه چې د خوراکي او سون موادو بيي يو پر درې لوړي شوي دي:

«ډیري کورنۍ همدا اوس د غور په مرکز چغچران کې د خوراکي موادو د رانيولو توان نه لري. یو کیلو اوبلن گاز په ۸۵ افغانۍ او یو من لرگي تر ۱۴۰ افغانیو پوري خرڅیږي دا د غریبو خلکو په وسه نه ده.»

په دغه ولايت کې له بیړنیو حالاتو سره د مبارزې رئیس حمیدالله دادفر، د خلکو ستونزي تر نورو جدي وبللې او زیاته یې کړه چې په دې اړه یې مرکزي ادارې ته خبر ورکړی دی، خو تر اوسه پوري مرسته نه ده ورسره شوې:

«دلته خلک ډيري بېلابېلي ستونزي لرې، ما خپل مسئولیت پر خپل وخت رفع کړی دی په لیکلې بڼه مې مشکلات څلور میاشتې د مخه مرکزي ادارې ته لېږلي دي. خو عملي مرسته چاه ونه کړه اوس موږ هم حیران او تش لاس یو.»

ده هم پر نورو ټولنیزو ستونزو سربيره له ولسواليو سره د لویولارو بندېدل ستر مشکل وباله او ويې ويل، چي د ۷ ولسوالو شهرک، تولک، ساغر، تیوره، پسابند او چارسده ولسواليو لاري له مرکز سره بندي شوي دي او خلک يې له عامه خدماتو څخه محروم دي.