1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په غور کې روغتون سوځول شوی، ډاکټران او ناروغان وژل شوي

۱۳۹۶ مرداد ۲, دوشنبه

يو افغان چارواکی وايي چې د غور ولایت د تيوره ولسوالۍ د نیولو پرمهال ډېر ډاکټران، ماشومان او ناروغان وژل شوي او روغتون سوځول شوی دی.

https://p.dw.com/p/2h2LM
Traumazentrum von Ärzte ohne Grenzen in Kundus zerstört
انځور: picture-alliance/AP Photo/MÉDECINS SANS FRONTIÈRES

د غور ولايت د ولايتي شورا غړي عبدلبصير قادري ويلي دي چي پر تيوره ولسوالۍ د طالبانو په بريد کي له ۱۰ تر ۱۲ ډاکټران او ناروغان وژل شوي او روغتون ته اور اچول شوی دی. خو وسله والو طالبانو بيا په غور ولایت کې د یوې ولسوالۍ نیول رد کړي دي. د طالبانو یوه ویاند، ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه کي ليکلي دي چې د طالبانو له خوا د غور ولایت د تیوره ولسوالۍ د نیولو رپوټونه ناسم دي.

قادري پوښتنه کوي چې «ماشومانو دې کسانو ته څه زیان رسولی وو؟» وسله والو کسانو د غور ولایت تيوره ولسوالي د یکشنبې په ورځ نیولي وه. بل لوري ته بیا د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي چې افغان امنیتي ځواکونو تکتیکي پر شاتګ کړی او د ولسوالۍ د بیرته نیولو په موخه به ډیر ژر عملیات پیل شي. نوموړي په دې هکله د جزیاتو له ورکړې ډډه وکړه.

د غور د ولایتي شورا مرستیال، محمد مهدوي د آلمان خبري آژانس ته وویل چې طالبانو تر څو ورځو جګړو وروسته د دې ولایت تیوره ولسوالي ونیوله.

د غور ولایت دغه ولسوالي له دوو نورو ناامنو ولایتونو لکه فراه او هلمند سره ګډه پوله لري. مهدوي وايي چې په دې دواړو ولایتونو کې د طالبانو سنګرونه او مرکزونه فعال دي.

مهدوي همدا راز زیاتوي چې طالبانو د تیرې پنجشنبې له ورځې راهیسې پر دغې ولسوالۍ برید پیل کړی وو او وايي چې شاوخوا ۷۰ امنیتي سرتیري په دې برید کې وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د مهدوي د معلوماتو پر اساس، په دې بريد کې محلي پولیسو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغې ولسوالۍ په نیولو سره طالبانو غرب او شمال ته خپله بنده لار پرانیستله. دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په سهار په فاریاب ولایت کې یوه بله ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته لویدلې ده.

د فاریاب د والي ویاند، جاوید بیدار په دې هکله وویل چي ډېرو طالب جنگياليو د شنبې په ورځ له مختلفو اړخونو د دې ولایت د کوهستان پر ولسوالۍ برید وکړ. د ویاند په حواله، په دې برید کې طالب جنګیالیو او افغان امنیتي ځواکونو ته تلفات اوښتي دي، خو په هکله یې دقیق او کره معلومات تر اوسه په لاس کې نه شته.

په تیرو ورځو کې افغان امنیتي ځواکونو له وسله والو مخالفینو سره د هیواد په بیلابیلو برخو کې په جګړه بوخت دي. په شمال کې کندز، بدخشان او بغلان ولایتونه او همدا راز په جنوب کې هلمند او کندهار ولایتونه هغه ولایتونه دي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ پکې جګړه روانه ده.