1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په غیر مشروع توگه نوي زیږدلي کوچنيان وژل کیږی»

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۳, سه‌شنبه

په پاکستان کي سقط جنین غیر قانوني دی. دغه ممانعت داسي یو وضعیت رامنځ ته کړی دی چي هر کال په سونو مونانيان چي له غیر نکاح شوو میندو او پلرونو څخه دینا ته راځي، په پټه توگه وژل کیږي.

https://p.dw.com/p/1BysG
انځور: DW/U.Fatima

«یو ماشوم نوی دنیا ته راغلی، خو هیڅوک خوشحاله نه دي، حتی د هغه مور او پلار هم. د نوي زیږدلې کوچني بدن لا په وینو سور دی، هغه په زوره زوره چیغي وهي، د هغه ځوانه مور ور سره یو ځای ژاړي. دغه نوی زېږدلی کوچنی چې۳۵۰ گرامه وزن لري او سړی يې د لاس په ورغوي کې پورته کولای شي، د مور رېږدېدونکی لاس د دغه ماشوم تر ستوني پوري ورسیږي.

مور خپلي سترگي پټوي او په خپلو گوتو سره د ماشوم پر ستوني باندي فشار راوړي. هغه په خپل لاس خپل کوچنی خفک کوي، هغه یو ماشوم چي همدا ۴۵ دقیقې دمخه يې په اصطلاح په دې «متمدنه نړۍ» کې ستر گي خلاصي کړې، خو بیرته له دې دنیا څخه ځي. د زېږنتون نرسه د ماشوم جسد په یو پلاستیکي کڅوړه کي اچوي او له کلینک څخه يې باسي.»

دغه زړه بوږنونکې کیسه د پاکستان په گجرات ښار کي د یوه زېږنتون د نرسي، راضیه ذوالفقار چي د غوښتني له مخي يې په دې راپور کي مستعار نوم دی، له خولې اوریدل کیږي. راضیه ‌ذالفقار وايي چي د پاکستان په اسلامي جمهوریت کي هره ورځ په سونو «غیرنکاحي» نوي زېږیدلي ماشومان وژل کیږي. غیر نکاحي يې په دې بولي چي د کوچني مور او پلار یو له بل سره قانوني او شرعي نکاح کړې نه ده.

راضيې ذوالفقار د دغي کيسې په دوام دویچه ویله ته وویل: «څو ورځي مخکي یوه ځوانه نجلۍ چي د اتو میاشتو مونانی (کوچنی) يې په نس وو، موږ ته راغله. موږ نه غوښتل چي هغه په خپل زېږنتون کي بستر کو. د هغې د کرونۍ له پر له پسې غوښتونو څخه بالاخره موږ موافقه وکړه چي هغه په دغه زېږنتون کي بستر کړو. خو موږ د هغې کورنې ته په څرگندو الفاظو وویل چي موږ دغه ماشوم نه وژنو.»

هغې زیاته کړه: «موږ مونانی د نجلۍ کورنۍ ته وسپاره. یوازي د موناني مور او د هغې کورنۍ پوهیږي چي له نوي زېږیدلي موناني سره څه وشول او څرنگه هغه ووژل شو.»

یو بغاوت کوونکی عمل

دغه نرسه وايي چې په پاکستان کې هره ورځ داسي په لسونو پیښي رامنځ ته کیږي. د پاکستان ټولنه یوه عنعنوي ټولنه ده. په دې ټولنه کې له واده څخه ترمخه د موناني زېږېدو ته په ډیره بده سترگه کتل کیږي او د کورنۍ بې عزتي بلل گیږي. په دغه هیواد کې د اسلامي شریعت په روڼا کې د «بدکارۍ سزا» مرگ هم کېدلای شي، خو بیا هم د داسي پيښو په شمېر کې ورځ تر بلي ډېروالی راځي.

کورني تاوتريخوالي په پاکستان کي پراختيا موندلې
کورني تاوتريخوالي په پاکستان کي پراختيا موندلېانځور: Imtiaz Ahmad

راضیه وايي چې: «د نجلۍ کورنۍ خبر نه وي خو نجلۍ بیا له یو چا سره دوستي او اړیکي ټینگي کړي وي. په دې نوي عصر کې له هري نجلۍ او هلک سره موبایل وي او دوی د لویدیځوالو فلمونه ویني. ځوانانو ته چې زمینه برابره شي نو هغوی هرومرو تیرونه کوي. فامیل هغه وخت خبریږي چې نجلې امیدواره شوې وي.»

په پاکستان کې په پراخه پیمانه د بې گناه مونانيانو وژل داسي موضوع ده چې هیڅوک نه غواړي بحث ورباندي وکي، نه ډاکټر، نه مذهبي مشران او نه هم زیانمنه شوې نجلۍ یا بل څوک...وژل شوي مونانيان خو هسي هم خبري کولای نه شي.

د ایدهي فاونډیشن په نامه د خیریه بنسټ د ارقامو پر اساس تیر کال تر۱۱۰۰ ډیر داسي مونانيان یا وژل شوي دي او یا هم د کثافاتو په کوټو غورځول شوي دي.

د دغه بنسټ د معلوماتو پر اساس دغه ارقام یوازي له یو څو لویو ښارونو څخه راټول شوي دي په اطرافو کې خو دا ډول پیښي تر ښارونو ډیري وي چي په اړه يې معلومات را ټولول ناممکن کار دی.

د نوموړي فاونډیشن یو منیجر، انور کاظمی دویچه ويله ته وویل: «یو شپږ ورځنی ماشوم ژوندی وسوځول شو. موږ د ځینو نوو زېږېدلو مونانيانو چي یا ځړول شوي ول یا د حیواناتو له خوا قسماً خوړل شوي ول، جسدونه پیدا کړي دي.» هغه یادونه کوي: «زه هیڅکله یوه کیسه نه شم هیرولای. یوې ښځي یو ماشوم د مسجد مخ ته پرې ایښی وو. په دې هيله چي ښايي یو څوک يې پیدا شي او په فرزندۍ يې ونیسي. خو د مسجد ملا د موناني د سنگسارولو امر ورکړ، څو هغه ووژل شي. ما د دغه موناني ټوک ټوک جسد په خپلو سترگو ولید.»

په اسلام آباد کې د ذوالفقار احمد بهټه، په نوم یو وکیل وايي: «اکثره وختونه د داسي پيښو په هکله پولیسو ته اطلاع نه ورکول کیږي او نه هم څوک د دې پروا کوي. ما په خپل ژوند کي داسي نه دي لیدلي چې پولیسو دي داسي کومه دوسیه ثبت کړې وي.»

په پاکستان کي سقط جنین په قانوني توگه منع دی، یوازي په هغه صورت کي چي د مور ژوند له خطر سره مخامخ وي. په دغه هیواد کې د نافذ قانون پر بنسټ د مور په نس کي د موناني ضایع کول او یا تر زېږېدو وروسته د هغه د وژلو سزا عمر قید دی، خو ډیر لږ داسي پيښيږي چي د نوي زېږېدلي موناني د وژلو محاکمه جریان پيدا کړي یا عملي شي.