1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فاریاب کې چاودنې ۱۹ تنه ټپیان کړل

۱۳۹۴ تیر ۲۴, چهارشنبه

د فاریاب ولایت په مرکز میمنه ښار کې د یوه بم د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۹ کسان ټپیان شوي دي. د ټپیانو په ډله کې ډیر شمیر ملکي وګړي شامل دي. دا په داسې حال کې ده چې په دې ولایت کې د یاغیانو پر ضد عملیات دوام لري.

https://p.dw.com/p/1Fyqi
انځور: DW

د فاریاب ولایت چارواکو ویلي دي چې په میمنه ښار کې په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی بم چاودلی دی. هغوی زیاته کړې ده چې چاودنه د یوه خصوصي بانګ څانګې ته نزدې رامنځ ته شوې.

د فاریاب ولایت د عامه روغتیا یوه چارواکي تمیم، ویلي دي: «دوه ماشومان، یوه ښځه او دوه پولیس د ټپي شویو کسانو په ډله کې شامل دي.»

دغه چارواکي زیاته کړې ده: «د ټپي شویو کسانو په ډله کې د څلورو تنو روغتیایي وضعیت ښه نه دی.»

پولیسو ویلي دي چې ډیر شمیر ټپي شوي کسان دغه بانک ته د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو په موخه راغلي وو. په وروستیو وختونو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د یاغیانو فعالیتونه د پخوا په پرتله ډیر شوي دي.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو ډیر وخت طالبان په دغه شان بریدونو لاس پورې کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل