1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کي د ترهگرۍ ضد اقدامات

اندرياس نول۱۳۹۳ بهمن ۲۷, دوشنبه

په کوپنهاګن کي تر ترهګرو بريدونو وروسته د افراطيت پرضد مبارزه يووار بيا د عامه بحثونه موضوع ګرځېدلې ده. په زياته بيا فرانسې پر شارلي ابدو طنزي مجلې تر بريدونو وروسته د ترهګرۍ ضد سخت اقدامات کړي دي.

https://p.dw.com/p/1EcG6
انځور: Reuters

فرانسې د ترهګرۍ پر ضد په وارو وار په يوازي سر حرکتونه کړي دي. خو دا وار د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولاند پر خپلو اروپايي ملګرو باندي د همکارۍ ږغ کړی دی.

د اولاند په وينا ترهګري يوه نړيواله پديده ده او يوازي په نړيوالي همکاري يې مخه نيول کېدلای سي. د اولاند په آند د ترهګرۍ د مخنيوي له پاره د هيوادونو تر منځ د څارني په برخه کي لا زياتي همکارۍ ته اړتيا ده.

فرانسوا اولاند د اروپايي ټولني په سرمشريزه کي په زياته بيا د دوو ټکو غوښتنه وکړه. يو دا چي د هغه په آند بايد د شينګن ساحې د دباندنيو پولو څارنه لا زياته سي او دوهم دا چي اروپايي هيوادونه بايد د هوايي مسافرانو معلومات په مرکزي توګه ثبت وساتي.

فرانسه غواړي چي له سپتمبر مياشتي د هوايي مسافرينو د معلوماتو په ثبتولو لاس پوري کړي. فرانسه هيله لري چي د اروپايي اتحاديې نور هيوادونه به هم د دغو معلوماتو د ثبتولو کار پېل کړي.

د جهاديانو تر ګواښ لاندي

له هغه وروسته چي د جنورۍ مياشتي په پېل کي د فرانسې په پلازمېنه پاريس کي د «چارلي ابدو» طنزي مجلې پر دفتر بريد سوی، فرانسه ځان د جهاديستانو له ګواښ سره مخامخ احساسوي. دا په داسي حال کي ده چي د فرانسې حکومت او پارلمان يو کال دمخه لا د ترهګرۍ ضد قوانين لا سخت کړي ول.

د دغو قوانينو له مخي هغه څوک چي پر انټرنټ د ترهګرو بريدونو له پاره جلب کوي او يا د ترهګرو بريدونو ستاينه کوي، تر ۷ کالو په بند محکوم کېدلای سي.

په امنيتي ارګانونو کي نوي استخدامۍ

د فرانسې دولت د ترهګرۍ د مخنيوي له پاره په خپلو امنيتي ارګانونو کي د کارکوونکو شمېر زيات کړی دی. دغه هيواد په پام کي لري چي په راتلونکو درو کالو کي ۲۶۸۰ اضافي کسان استخدام کړي. په دغو کي ۱۱۰۰ به د کورنيو استخباراتي ادارو له پاره استخدام کړل سي. د دې تر څنګ به په دغو درو کالو کي د پوليسو او استخباراتي ادارو پر نوو تجهيزاتو ۴۲۵ ميليونه يورو لګښت راسي.

خو دا چي د ترهګرۍ پر ضد مبارزه څومره لانجمنه ده، په فرانسه کي د زندانيانو له شمېره څرګنديږي. د فرانسې حکومت د خپل هيواد زندانونه د اسلاميستي افکارو د خپرېدو د منبع په توګه يو ګواښ بولي. له همدې کبله اوس دغه هيواد غواړي چي دغي ستونزي ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

د فرانسې د زندانيانو۳۰ زره مسلمانان دي. له همدې کبله دغه هيواد غواړي چي۶۰ اضافي ديني عالمان په زندانونو کي د دغو مسلمانانو د روزني او له هغوی سره پر ستونزو د خبرو او سلامشورو له پاره استخدام کړي.

خو په فرانسه کي د ترهګرۍ ضد امکاناتو په اړه نيوکي هم موجود دي. تنقيد کوونکي وايي چي د ترهګرۍ ضد اقداماتو او قوانينو په ترڅ کي د دغي ټولني ځني عامه آزادۍ محدودي سوي دي.

دغه کسان نيوکه کوي چي د ترهګرۍ ضد اقدامات بايد د بيان د آزادۍ او د شخصي معلوماتو د محرموالي د کمښت سبب نه سي. دا په داسي حال کي چي د پلازمېني پاريس په يو شمېر سيمو کي اوس هم د ترهګرۍ ضد تر ټولو ستر بېړنی حالت دی.