1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کي د طالبانو په گډون خبري پيل سوې

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۱ آذر ۳۰, پنجشنبه

د افغان حکومت، سولي د عالي شورا، طالبانو او د افغان حکومت د اپوزيسیون استازي د پاريس ښار ته نژدې سره راټول سوي دي، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د راتلونکي په اړه خبري اتري وکړي.

https://p.dw.com/p/176MR
انځور: Fotolia/Ralf Gosch

دغه غونډه د فرانسې د «ستراتيژيکو تحقيقاتو» د بنسټ له خوا رابلل سوې ده او «بين الافغاني» نوم ورکړل سوی دئ. د دغي غونډي جوړونکو ويلي دي، چي په دې جرگه کي به د سولي په اړه خبري نه کيږي. دغه غونډه چي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر۲۰) پيل سوه ده، دوې ورځي به دوام وکړي.

په دغه غونډه کي د افغان حکومت، د هغه اپوزيسيون، طالبانو او اسلامي حزب نزدې ۲۰ تنه استازي سره راټول سو دي. طالبانو وختي لا اعلان کړی وو، چي په دې غونډه کي ئې د گډون هدف نړيوالي ټولني ته خپل دريځ روښانه کول دي، نه د سولي په اړه خبري اتري.

خو د افغانستان د سولي د عالي شورا استازو ويلي دي، چي د دغي غونډي په څنډه کي به د طالبانو له استازو سره وگوري او د سولي د خبرو اترو په اړه به خبري ورسره وکړي.

که څه هم دا لومړۍ مشورتي غونډه نه ده، چي د افغانستان په اړه جوړيږي، خو دا لومړی وار دئ، چي د طالبانو استازي په دغه شان غونډه کي گډون کوي او له شمال ټلوالي سره چي پخوا جنگېدلي دي مخامخ خبري کوي.

د افغان حکومت د پخلايني طرحه

داسي ويل کيږي، چي افغان حکومت له طالبانو او اسلامي حزب سره د خبرو اترو له پاره يوه پنځه پړاويزه طرحه تياره کړې ده. د دغي طرحي يوه کاپي د فرانسې خبري آژانس ته رسېدلې ده.

د دې طرحي په لومړی پړاو کي «له پاکستان سره همکاري» شامله ده، چي د پاکستان له زندانونو څخه هغه طالبان آزاد سي، چي د سولي په خبرو اترو کي مثبت نقش لوبولای سي.

پاکستان تيره مياشت له هغه وروسته چي د افغانستان د سولي د عالي شورا يوه لوړپوړي پلاوي اسلام آباد ته سفر وکړ، ۹ تنه طالب بنديان آزاد کړل، خو افغان چارواکي وايي، چي پاکستان تر اوسه د طالبانو مشهور قومندان ملابرادر نه دی آزاد کړی.

د دې طرحي دوم پړاو په سعودي عربستان کي له طالبانو سره د رسمي خبرو اترو له پاره لومړني اقدامات دي. دغه پړاو په پلان کي دی د ۲۰۱۳ کال په لومړۍ نيمايي کي د پاکستان او امريکا متحده ايالاتو په ملاتړ تر سره سي.

د دوشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د طالبانو د سفر پر بنديز باندي له سره غور وکړ، چي هغو وکولای سي د سولي د خبرو اترو له پاره يوه بل بهرني هيواد ته سفر وکړای سي.

د سولي د طرحي دريم پړاو چي د ۲۰۱۳ کال نيمايي ته په پام کي نيول سوی دی پر اوربند باندی موافقه او له طالبانو او نورو وسله والو ډلو څخه قدرت سیاسي ډلو ته انتقالول دي، چي وروسته بيا دغه سياسي ډلي کولای سي په ټاکنو کي گډون وکړي.

په دغه طرحه کي راغلي دي، چي طالبان کولای سي، په دولتي جوړښت او غير انتخابي مقامونو کي ونډه ولري. د سولي د طرحي دغه برخه طالبانو ته په کابينه او ولايتو په مقامونو کي د دندې زمينه برابروي.

د پخلايني اساسي اصول «بايد د افغانستان اساسي قانون ته احترام وسي او د ښځو او نارينه وو په گډون د افغانانو حقوق او آزادۍ له پامه ونه غورځول سي». دغه راز ويل سوي دي، چی طالبان بايد له القاعدې او نورو تروريستي ډلو سره خپلي اړيکي قطع کړي او له زورزياتي څخه لاس واخلي.