1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کي د مسلمانانو ګوند رايي غواړي

بريانت ايليزابېت۱۳۹۴ آذر ۱۵, یکشنبه

د فرانسې په محلي ټاکنو کې د «دموکراتو مسلمانانو د اتحاد» په نوم ګوند هرې رايې ته اړتيا لري. ښي اړخه «ملي جبهه» يا فرون ناسيونال ګوند ورته په ټولنه کې د درز راوستونکو په سترګه ګوري.

https://p.dw.com/p/1HIEb
انځور: picture-alliance/dpa/S. Mortagne

خليل مجيد او د هغه د انتخاباتي کمپاين ټيم له وړيا دسمالونو، کميسونو او پلاستيکي ساعتونو سره په لاس کې له يوې غرفې څخه بلې ته درومي. دلته د مونترېويل اوونيز مارکېټ ته هغوی د کوم شي د رانيولو له پاره نه دي راغلي، بلکې د رايو د خپلولو له پاره.

په دغه سوړ سهار کې مجيد يوې ډلې سړو ته خپل انتخاباتي پروګرام په لاس کې ورکوي. دی وايي چې «زموږ ماشومان په فرانسه کې ژوند کوي او موږ هم.» يو سړی ده ته د تائيد سر ښوروي او زياتوي «موږ بايد دلته لږ واک هم ولرو، نه يوازې د مسلمانانو، بلکې د فرانسويانو په صفت.» د مجيد اصلي د کارځای او دنده د فرانسې د اورګاډو په دولتي شرکت کې ده.

خو مجيد اصلي شهرت اوسمهال د ۲۰۱۲ کال په نومبر کې جوړ شوي «د فرانسې د دموکراتو مسلمانانو د اتحاد» يا UDMF ګوند د مشر په صفت تر لاسه کړی دی. دغه ګوند د يکشنبې په ورځ په لومړي ځل په محلي انتخاباتو کې ګډون کوي. د انتخاباتو لومړی پړاو په يو ډېر حساس وخت کې تر سره کيږي چې د يو کال په ترڅ کې د ترهګرۍ دويمې څپې دغه هېواد لړزولی دی. اضطراري حالت لا حاکم دی او له تندلارو مسلمانانو څخه وېره په زياتېدو ده. په تېره بيا ښي اړخی د «ملي جبهې» يا «فرون ناسيونال» ګوند له دغسې يو حالت څخه ګټه پورته کوي چې د کډوالو په وړاندې حساسيتونه راپورته شوي دي. د مسلمانانو درې کلن ګوند اوس غواړي چې په فرانسه کې د اسلام ضد احساساتو په وړاندې عمل وکړي او په فرانسه کې د مېشتو ۵ ميليونو مسلمانانو غږ هم سیاسي کړيو ته ورسوي.اصلي هدف سياسي برخه اخيستنه ده

د پاريس ښار غاړې ته په پرتو ناحيو کې فرون ناسيونال پلاکاټونه ځوړند کړي دی چې ورباندې د يوې ښځې دوه جلا عکسونه ليدل کيږي. په يو عکس کې هغې د سکي يوه خولۍ په سر کړې او د فرانسې ملي رنګونه په خپل مخ راوستي دي. بل عکس کې هغې خپل مخ په پوړني پټ کړی دی. ورباندې ليکل شوي دي: «تاسو د خپلې خوښې ناحيه وټاکئ.»

ټولنپوه الکساندر پيتره وايي چې «اسلام او غاړې ته پرتې ناحيې اوس د سياسي بحثونو په مرکز کې قرار لري.» دی زياتوي چې حاشيې ته راغلې د انسانانو يوه ډله تل هڅه کوي چې خپل نظر څرګند کړي. دغسې رايه ورکوونکو ته د UDMF ګوند اوس خطاب کوي. هغوی خپل انتخاباتي کمپاين د پاريس په شاوخوا کې کوي او د ډېرو رايو د اخيستلو انتظار هم نه لري.

مجيد زياتوي چې دوی غواړي ځوان مسلمانان دې ته وهڅوي چې خپله رايه دې وکاروي. د UDMF ګوند ډېر شمېر کانديدان د ټولنې په متوسطه قشر کې قرار لري او د لا پرمختګ په حال کې دي. د ښځو نيمه برخه يې پوړنی نه په سر کوي. د هغوی انتخاباتي موضوعات ښوونه روزنه، کارموندنه او چاپېريال ساتنه دي. د هغوی پروګرام د فرانسې د کيڼ اړخو ګوندونو په څېر برېښي.

Frankreich Wahlplakat Front National in Paris
د ښې اړخي ګوند فرونټ ناسيونال د ټاکنيز کامپاين يو پوسټرانځور: picture-alliance/dpa/C. Petit Tesson