1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کي د پارلماني ټاکنو لومړی پړاو تر سره کيږي

۱۳۹۱ خرداد ۲۱, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15BbD

په فرانسه کي د ولسمشرۍ د ټاکنو څخه يوه مياشت وروسته نن د يکشنبې په ورځ د پارلمان له پاره ټاکنې تر سره کيږي. پر څه باندي ۴۶ میليونه فرانسويانو ږغ سوی دئ چي د ملي شورا د ۵۷۷ چوکيو له پاره کانديدو سوو سياستوالو ته رايي ورکړي.

هغه کانديدان چي په لومړي پړاو کي اړين نصاب پوره نه کړي نو به ئې په هکله يوه اونۍ وروسته د ټاکنو دويم پړاو تر سره کيږي. احصايي ښيي چي ښايي د هيواد سوسيالست گوند چي تېره مياشت ئې د ولسمشرۍ ټاکنې گټلي وې، په پارلمان کي زياتي چوکۍ تر لاسه کړي. خو اټکل کيږي چې دغه گوند به د اړين اکثريت له پاره د نورو کيڼ اړخه گوندونو ملاتړ ته اړتيا ولري. د پارلمان د ټاکنو دويم پړاو به يوه اونۍ وروسته تر سره کيږي.